د بخښنې نړیوال سازمان: د طالبانو له خوا له افغان ښځو او نجونو سره تبعیض د نه منلو دی

د ښځو نړیوالې ورځې په مناسبت تازه د بخښنې نړیوال سازمان ویلي، چې د افغان ښځو او نجونو سره د طالبانو له خوا تبعیض آن تر ناانساني کچې رسېدلی دی.
یاد سازمان په ټینګار سره ویلي، که نړیوال په رښتیني ډول عملي اقدامات ترسره کړي نو کولای شي راتلونکی کال دا وخت د افغان ښځو پر ضد د طالبانو سیستماتیک محدودیتونه پای ته ورسیږي.
د بشرې حقونو د څار بنسټ هم د افغان مېرمنو میړانه ستایلي او زیاته کړې یې ده، چې دوی په سختو شرایطو او په هر قیمت یې د خپلو حقونو لپآره مبارزه کړې ده.
د مارچ اتمه؛ د ښځو نړیوال ورځ داسې مهال په ټوله نړۍ کې لمانځل کیږي، چې په افغانستان کې طالبانو نجونې له زده کړو محرومې کړي او پر دوی یې سخت قوانین وضعه کړي، چې له کبله یې ښځې له خپلو لومړنیو حقونو هم بې برخې شوي دي.