د طالبانو استخباراتو په دایکندي دوه پخواني نظامیان نیولي

د طالبانو استخباراتو په دایکندي دوه پخواني نظامیان نیولي
Photo: Bakhtar News

په دایکندي کې ځایي سرچینو خبر ورکړی چې د دغه ولایت په شهرستان ولسوالۍ کې د طالبانو استخباراتو له خوا دوه پخواني سرتیري نیول شوي دي.

 سرچینې زیاته کړې چې دغه دوه پخواني سرتېري محمد علي او محمد امین نومیږي او وروڼه هم دي چې د طالبانو استخباراتو د دغه ولایت د شهرستان ولسوالۍ په « کته سنګ» کلي کې نیولي دي.

سرچینو زیاته کړې چې دغو کسانو پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو مخکې د تېر حکومت پرمهال د ملي امنیت او پولیسو په برخو کې دنده ترسره کړې وه.

د سرچینې د مالوماتو له مخې چې طالبانو نیول شوي دواړه وروڼه نامعلوم ځای ته لېږدولي دي او تراوسه یې برخلیک مالوم نه دی.

په دایکندي ولایت طالب چارواکو تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

له دې څه موده وړاندې طالبانو په پروان او دغه راز په کندهار کې هم یو شمېر پخواني نظامیان په یوه او بله بهانه نیولي وو.

د تېر حکومت له نسکورېدو وروسته او واک ته د طالبانو په رسېدو سره طالبانو ګڼ شمېر پخواني نظامیان نیولي او له شکنجې وروسته یې یا وژلي او یا یې زنداني کړي دي.