بادغیس ولایت کې یو پلار خپله لور وژلې
په بادغیس کې ځایي سرچینې خبر ورکوي چې د دغه ولایت په تګاب عالم ولسوالۍ کې یو پلار خپله ځوانه لوري په ډزو وژلې ده.
سرچینو زیاته کړې چې یاده پېښه(چهارشنبه،۷د لېندۍ)د بادغیس د تګاب عالم ولسوالۍ اړوند«داوودي ها»سیمه کې رامنځته شوې ده.
د سرچینې د مالوماتو له مخې په یاده سیمه یو پلار خپله ۲۵ کلنه لور د کورني تاوتریخوالي له کبله په ډزو وژلې ده.
په سیمه کې یوې بلې سرچینې هم یاده پېښه تائید کړې او ویلي یې دي، چې یاده نجلۍ پلار د پېسو په بدل کې د نجلۍ له خوښې پرته بل چا ته په نکاح ورکوله چې، نجلۍ یې انکار او له همدې کبله یې پلار پرې د توفنګچې ډزې کړي او هغه یې وژلې ده.
طالب چارواکو تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې د هیواد په بېلابېلو سیمو کې د کورني تاوتریخوالي له کبله د ښځو او نجونو د وژنو قضیې زیاتې شوي دي.
له دې یوه ورځ وړاندې د طالبانو د امرباالمعروف وزارت د یوې راپور په خپرولو سره ویلي و، چې په تېرو درې کلونو کې یې په هیواد کې د پنځه زره جبري ودونو مخینوی کړی دی.