د ملګرو ملتونو کارپوهان؛ د طالبانو له لوري د نیول شوې بریتانوي جوړې د روغتیایي وضیعت په اړه اندېښنه ښودلې

د ملګرو ملتونو کارپوهانو د طالبانو له لوري د یوې نیول شوې نریتانیایۍ جوړې د روغتیایي وضعیت په اړه اندېښنه ښودلې او غوښتنه یې کړې، چې دا کسان دې د درملنې لپاره یوه ملکي روغتون ته ولېږدوي.
یادو کارپوهانو په یوه بیان کې ویلي، دغه بریتانیایۍ جوړه چې عمرونه یې له اویا کلونو ډېر ښودل شوی، په افغانستان کې طالبانو نیولې ده. ۷۹ کلن پیټر رینولډز او د هغه ۷۵ کلنه مېرمن باربي د فبروري پر لومړۍ بامیان کې خپل کور ته د ستنېدو پر مهال له کوم تور پرته په خپلسري توګه نیول شوي دي.
بلخوا د هغوی اولادونو طالبانو ته یو لیک استولی او له هغوی یې غوښتي چې مور او پلار یې خوشي کړي، ګنې په زندان کې به مړه شي.
طالبانو هم منلې چې دوی په بامیان ولایت کې ځینې بریتانوي اتباع نیولي دي، چې ګومان کېږي د یوې نادولتي مؤسسې لپاره یې کار کاوه خو په دې اړه یې نور جزیات نه دي ورکړي. د مالوماتو له مخې دغه نیول شوې بریتانیایۍ جوړې په افغانستان کې ۱۸ کلونه روزنیزې پروژې چلولې.