طالبانو په تېره یوه اوونۍ کې د ۸ ښځو په ګډون ۵۲ کسان په دُرو وهلي

د (آر.ام) میډیا د مالوماتو پر بنسټ طالبانو په تېره یوه اوونۍ کې د افغانستان په مختلفو ولایتونو کې په بېلابېلو تورونو ۵۲ کسان عام محضر کې په دُرو وهلي چې له ډلې یې یوازې ۸ ښځې دي.
د تېرې اوونۍ شنبې په ورځ په لوګر ولایت کې طالبانو له «واده پرته» د اړیکو لرلو په تور د یوې ښځې په ګډون دوه کسان په عام محضر کې په دُرو وهلي، چې هر یوه ته یې ۳۰ او ۳۹ دورې تعزیري سزا ورکړل شوې ده.
دغه راز د یک شنبې په ورځ په کابل او کندز ولایتونو کې د دوو ښځو په ګډون ۷ کسان عام محضر کې مجازات شوي دي.
دغه راز د همدې اوونۍ د دوشنبې په ورځ غزني ولایت کې د یوې ښځې په ګډون پنځه کسان له «واده پرته» اړیکو او د شرابو د پېر او پلور په تور مجازات شوي.
د تېر اوونۍ د سه شنبې په ورځ بیا په کاپيسا، پروان او غزني ولایتونو کې د درېیو ښځو په ګډون ۹ کسانو ته عام محضر کې تعزیري سزا ورکړل شوې ده.
او د چارشنبې په ورځ د طالبانو سترې محکمې اعلان کړی چې په څلور ولایتونو کې یې ۲۳ کسانو ته د بېلابېلو تورونو له امله تعزیري سزا ورکړې ده.
د سترې محکمې په خبرپاڼه کې راغلي چې د کابل ولایت د نشهیي توکو او مسکراتو څخه د مخنیوي ابتدائیه محکمې د پرېکړې له مخې ۱۲کسانو ته د نشه کوونکو ټابلېټونو (ذيکپ) د پلور او قاچاق په تور تعزیري سزا ورکړل شوه.
سرچينې لیکلي، ابتدائیه محکمې یاد مجرمین له شپږو تر اته میاشتو پر تنفيذي بند او له ۱۰ څخه تر ۳۹ دُرو تعزیري سزا محکوم کړي وو.
خبرپاڼې زیاته کړې چې دغه راز د خوست ولايت د ښاري ابتدائیه محکمې د جزا دېوان د پرېکړې له مخې هم د دوو ښځو په ګډون شپږو کسانو ته له «واده پرته» اړیکو او لواطت په تور تعزیري سزا ورکړل شوه.
د یو بل خبر له مخې، د لوګر ولايت د محمدآغې ولسوالۍ ابتدائیه محکمې د پرېکړې له مخې، د يوې ښځې په ګډون دوو کسانو ته له «واده پرته» اړيکو په تور متهم ته تعزیري سزا ورکړل شوه او ابتدائیه محکمې دوه مجرمين پر ۳۰ـ ۳۰ دُرو او یو متهم په ۳۹ دُرو تعزیري سزا محکوم کړي وو.
سترې محکمې دغه راز لیکلي چې په دایکنډي ولایت کې هم د یوې ښځې په ګډون دوو کسانو ته له «واده پرته» اړیکو درلودلو په تور تعزیري سزا ورکړل شوه او محکمې دغه دوه کسان په یو- یو کال تنفیذي بند او ۳۹ – ۳۹ دُرو تعزیري سزا محکموم کړي وو.
له دې وړندې د بخښنې نړیوال سازمان او نورو ادارو په څو ځلي له طالبانو غوښتي چې عام محضر کې دې د خلکو له تعزیري سزاوو ډډه وکړي، خو له دې هر څه سره سره بیا هم دا لړۍ په دې وروستو کې چټکه شوې ده.