د فقر لاندې شوې ماشومتوب هیلې: «غواړم ډاکتر شم، خو وږې کورنۍ مې ښوونځي ته نه پرېږدي»

د فقر لاندې شوې ماشومتوب هیلې: «غواړم ډاکتر شم، خو وږې کورنۍ مې ښوونځي ته نه پرېږدي»
Photo: Social Media

په دې وروستیو کې د هیواد په بېلابېلو ولایتونو او ځانګړي ډول ښارونو کې په هره برخه کې کارګر ماشومان د یوې مړۍ ډوډۍ پیدا کولو لپاره پر بېلابېلو کارونو بوخت دي.

ډېری دغو ماشومانو د بوټانو او څپلیو رنګولو، کراچۍ چلولو او د لاسي توکو پلور په څېر، نورو درنو کارونو ته مخه کړې.

۱۳ کلن جاوید د ننګرهار د خوږیاڼو ولسوالۍ اوسېدونکی او د خپلې شپږ کسیزې کورنۍ یوازینی ډوډۍ برابرونکی دی.

دغه کمکی ماشوم د همدې ولسوالۍ په بېلابېلو برخو کې کور په کور او هټۍ په هټۍ ګرځي او په یوه کراچۍ کې سکریم پلوري.

د هغه پلار دوه کلونو کیږي چې د زړه د ناروغۍ له امله مړ شوی او اوس په یوه زاړه کور کې له خپلې مور او څلورو خوېندو سره شپې ورځې تېروي.

جاوید د ګرمۍ په دې ورځو کې د همدې کراچۍ په وسیله کار کوي څو کورنۍ ته حلاله نفقه پیدا او وکولای شي د کورنۍ لګښت برابر کړي.

هغه وايي چې د کورنۍ ټول لګښت پر ده دی او په وینا یې، د ورځې له ۱۰۰ تر ۱۵۰ افغانۍ پیدا کوي چې د شپې پرې خپلې کورنۍ ته وچه ډوډۍ وړي.

جاوید زیاته کړه: «له کله مې پلار مړ شوی نو زه خپله کار کوم د سکریم شرکت واله راته په یو سکریم کې یوه افغانۍ مزدوري راکوي د ورځې ۱۵۰-۱۰۰ افغانۍ کار کوم، د کور لګښتونه مې پرې نه پوره کیږي خو بس ګوزاره پرې کوو.»

یاد ماشوم چې د اقتصادي ستونزو له امله ترې ښوونځی په پنځم ټولګي کې پاتې دی وايي، هیله یې دا ده ښوونځي ته لاړ شي او په راتلونکي کې ډاکټر شي او په راتلونکي وکولای شي د خپلې کورنۍ او ټولنې لپاره ګټور تمام شي.

هغه چې نازک او شلېدلې جامې یې اغوستی پر مخ یې د بېوزلۍ نښې له ورایه ښکاري وايي، که څوک یې کورنۍ سره مرسته وکړي، خپله به ښوونځي ته لاړ شي، څو خپله راتلونکې جوړه کړي.

جاوید زیاتوي: «نور همزولي چې ګورم ښوونځي ته ځي زه ډېر خفه کیږي وایم کاش! زه هم ښوونځی تللی شوم زړه مې دی زده‌کړې وکړم، خو که زه کار ونه‌کړم، کورنۍ مې لوږې پاتې کېږي.»

نوموړی د خلکو له چلنده خوښ دی او وایي، یو شمېر خلک پرته له دې چې سکری ترې واخلي، پیسې ورکوي.

هغه دغه راز له مناسب لباس او څپلیو له نه درلودو شکایت کوي او وایي، ګرمه هوا یې په تکلیفوي او خپل کار ته سمه رسېدنه نه شي کولای.

هغه له سوداګرو او مرستندويو بنسټونو وغوښتل چې مرسته ورسره وکړي، څو هغه ښوونځي ته ولاړ شي او زده‌کړې وکړي.

جاوید زیاته کړه: «اقتصادي ستونزې مو ورځ تربلې زیاتېږي ځکه مخکې به مې مور او دوه خویندو د خلکو جامې ګنډلې خو اوس هغوی ته هم څوک جامې د ګنډلو لپاره نه راوړي، خویندې مې پر ما ډېرې خفه کیږي چې کار کوم خو بله چاره نشته څه وکړم؟»

د وروستیو راپورونو له مخې په افغانستان کې د کارګرو ماشومانو شمېر ورځ تر بلې مخ په زیاتېدو او وضعیت یې د اندېښنې وړ دی.

یونیسف د ۲۰۲۳ کال د کلني راپور پر اساس په افغانستان کې د ۵ او ۱۷ کلونو ترمنځ د ماشومانو نږدې پنځمه برخه کار کوي چې دا کچه د تېرو کلونو په پرتله د پام وړ زیاتوالی ښیي.

جګړو، بېلا بېلو کړکېچونو او کورونا وبا ګڼې کورنۍ اړې کړې دي، چې پر خپلو ماشومانو کار وکړي او په دې توګه خپلې ورځنۍ اړتیاوې پوره کړي.