په افغانستان کې د جګړو پرمهال بې سرپرسته شوې ډېرې ښځې سوالګرې شوې

په افغانستان کې د جګړو پرمهال بې سرپرسته شوې ډېرې ښځې سوالګرې شوې
Photo: RM Media

د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې د تېرو جګړو له امله ډېری کورنیو خپل نارینه له لاسه ورکړي او سرپرستي یې د ښځو غاړې ته لوېدلې ده، ځکه يو شمېر يې د بېوزلۍ او اقتصادي ستونزو له امله سوال کولو ته مخه کړې ده.

په دې وروستیو کې ښځينه سوالګرې د ښارونو په بېلابېلو برخو لکه سړکونو، جوماتونو او نورو عامه ځايونو کې لیدل کېږي، خلک وايي چې د یادو سوالګرو ډېرې یې هغه دي چې د کورنۍ سرپرستان يې د تېرو څو لسيزو پرمهالپه جګړو کې له لاسه ورکړي دي.

«خاوند مې په تېر حکومت کې نظامي افسر و او ۸ کلونه کیږي چې وفات شوی، شپږ اولادونه لرم خو ځوان زوی نه لرم څه سرمایه مو چې درلوده هغه ختمه شوه؛ څوک راسره مرسته نه کوي نو دوه نېم کلونه کیږي چې سوال کولو ته مې مخه کړې بل چاره نه لرم ډېر کله په نهاره ګېده ویده کیږو.»

دا د کابل ښار په «ارزان قیمت» سیمه کې د ۳۸ کلنې ګل زمینې خبرې دي چې د خاوند تر وفات کېدو وروسته یې د ژوند کړاوونه پر اوږو بار شوي دي.

د هغې په خبره د میړه تر مړینې وروسته د فقر او بېوزلۍ له امله اړ شوې چې د کور اړتیاوو پوره کولو په موخه سوالګري وکړي.

د هغې په وينا، د نوموړې د درېیو لېورونو (د خاوند وروڼو) د خاوند له مړینې څخه يو کال وروسته له دې او شپږو ماشومانو څخه يې سرپرستي کوله خو له اقتصادي ستونزو له امله هغوی هم کوره وشړل. وایې، له هماغې ورځې اړه شوې څو اولادونو ته د نفقې موندلو لپاره سوال وکړي.

ګل زمینه زیاتوي:«د خاوند له وفات وروسته یو کال راسره خپلو لېورونو مرسته کوله خو بیا یې راته وویل، چې مونږ نو ستا اولادونه نشو ساتلی اولادونه مې هم د مزدورۍ نه وو؛ ځکه څلور نجونې او دوه هلکان و بس مجبوره شوم چې سوالګرۍ ته مخه کړم د ورځې له ۵۰ تر ۸۰ افغانۍ خلک راکوي خو په دې پېسو مو د کور اړتیاوې نه پوره کیږي ډېر کله د ګاونډیانو په پاتې شوې ډوډۍ شپه سبا کووی.»

ګل زمینې په کابل کې د عصري هوټلونو مخې ته له خپلو دوو کوچنیو لوڼو سره له هوټلونو راښکته کېدونکو کسانو ته يې د مرستې لاس نیولی وي.

هغه په ژړه غوني غږ وایې، په کور کې څوک د ګټې‌وټې نه‌لري نو ځکه خو له سهاره تر ماښامه د ښار په واټونو کې د یوې مړۍ ډوډۍ پيداکولو لپاره سوالګري کوي.

ګل زمینه زیاتوي:«آی کاش! مشر زوی مې درلودې چې هغه مزدوري کولی او مونږ په کور کې وی خو د نفقې پېدا کېدو هیڅوک نه لرم، ژوند مې په ډېر بد وضعیت کې دی د مرستې غوښتنه کوم.»

نوموړې نیوکه کوي او وایې، هغه ښځې چې مېړونه د دولت کارکوونکي نه وي، له کونډېدو وروسته نه یوازې دا چې له دغې لاس نیوي بې برخې دي، ځان بسیاېني لپاره یې کوم ځانګړی پروګرام هم نشته.

د دغې بېوزله ښځې د اولادونو له ډلې تر ټولو مشر د هغې اووه کلن زوی عیسی دی. لوی ارمان يې سرپناه لرل او ښوونځي کې لوست کول دی.

 د عیسی په خبره، زړه یې غواړي د نورو ماشومانو په څېر ښوونځي ته لاړ شي، ډاکټر یا انجنیر شي، خو خپلې بي وسۍ ناهیلی کړی.

عیسی زیاتوي:«غواړم ښوونځی ته لاړ شم او درس ووایم خو څه وکړم پلار مې نشته او کور کې بل داسې څوک نه لرو، چې زمونږ سرپرستي وکړي غواړم درس ووایم او راتلوونکي کې ډاکتر یا انجنیر شم زده کړې مې لوی ارمان دی.»

دا یوازې د ګل زمینې کورنۍ نه ده چې بې سرپرسته، بېوزله او تریخ ژوند تېروي، بلکې دې ته ورته نورې ډېرې ښځې او ماشومان شته چې د مرستندویه ټولنو مرستو ته يې سترګې دي.

د ننګرهار د سره رود ولسوالۍ اصلي اوسېدونکې ۳۵ کلنه شکېبا بله هغه مېرمن ده، چې خاوند یې په جګړو کې له لاسه ورکړی او اوسمهال د ننګرهار په مرکز جلال اباد ښار کې سوال کولو ته اړه شوې ده.

هغه د قلم، پلاسټیک او نورو توکو د پلور په پلمه د ښار په بېلابېلو ګڼ‌مېشتو سیمو کې له خلکو د مرستې او سوال غوښتنه کوي.

نوموړې وايي، د خپلو څلورو ماشومانو مړولو او پالنې لپاره هېڅ نه لري او د خپلې کورنۍ یوازینۍ ډوډۍ راوړونکې ده او په وینا یې، له سوال کولو پرته بله چاره نه‌لري.

شکېبا زیاتوي چې د نوموړې اولادونه هم د يوې مړۍ ډوډوۍ پيدا کولو لپاره ښار کې دننه د خځلو له منځ څخه کارتنونه او پلاستيکونه راغونډوي او په ستونزمن وضعيت خپل ژوند پر مخ وړي.

شکېبا زیاتوي:«خاوند مې په تېرو جګړو کې د ماین په چاودنه کې وژل شوی، څلور اولادونه لرم په سره رود ولسوالۍ کې تر يوې خېمې لاندې له خپلو څلورو وړو اولادونو سره ژوند کوم، چې سوال ونه کړم بله چاره نه لرم ډېر کله د خوړو د نشتون له امله په تشه ګېډه ویده کیږم مونږ سره هیچا مرسته نه ده کړې او نه مو چا غږ اورېدلی دی.»

د هغې په خبره، نه یوازې د خوراک او پوښاک لپاره څه نه شته، بلکې د اوسېدلو لپاره مناسب ځای هم نه لري او له دې امله تل ځورېږي.

شکیبا زیاتوي، د خپلو بچیانو د مړولو او نفقې لپاره اړه ده چې د سړکو پرمخ له خلکو خیرات راټولولو ته لاس اوږد کړي، ترڅو اولادونه یې ماښام وږي وېده نه شي.

نوموړې نیوکه کوي چې افغانستان کې عمومآ هغو ښځو ته، چې مړونه یې د دولتي دندو پر مهال جګړه کې وژل شوي، د حکومت لخوا د مېړه د تقاعد پيسې ورکول کېږي.

 خو واک په ۲۰۲۱ کال کې واک ته د طالبانو تر رسېدو را وروسته دا پیسې درېدلی دي.

شکیبا زیاتوي:«مخکې به مونږ ته هر کال تر شپېته زره افغانۍ تقاعد راکول کېده او دغه راز هره میاشت به د شهیدانو او معلولینو په ریاست کې د خوراکي توکو مرستې هم راسره کېدې خو له کله چې طالبان راغلي پر کونډو او بې سرپرسته ښځو دا هر څه درول شوي او له نامعلوم برخلیک سره مخ دي.»

د هغې اته کلنه لور شبنم وایې غواړي ښوونځي ته لاړه شي خو د کورنۍ بد اقتصادي وضیعت او له مور پرته د کور نارینه سرپرست نشتون له امله نشي کولای زده کړې وکړي.

شبنم زیاته کړه:«نورې همزولانې نجونې چې ګورم ښوونځي ته ځي زه ډېره خفه کېږم وایې کاش! زما پلار هم ژوندی وی چې زه یې ښوونځي کې شامله کړی وی، غوښتنه کوم چې له مونږ سره مرسته وکړې.»

له دې سره سره طالبانو په  بهرنیو مرستندويه بنسټونو کې د مېرمنو پر کار د بندیز له کبله زیاتره مېرمنو خپلې دندې له لاسه وکړې دي .

په افغانستان کې چې د ښځې ژوند تر ډېره له  مېړه سر تړلى، د داسې کونډو او بې وزلو مېرمنو شمېر کم نه دى چې دغو میرمنو ته له ورته برخليک سره مخ دي.

په دغه هېواد کې له لسيزو راهیسې جګړو سلګونه زره ښځې کونډې کړې او ځینې شمېري ښیي، چې د دغه هېواد په هرو ۵  کې یوه ښځه کونډه ده.