افغانستان کې تېر کال د سېلابونو له مله د لس ماشومانو په ګډون ۴۵۰ کسان مړه شوي

افغانستان کې تېر کال د سېلابونو له مله  د لس ماشومانو په ګډون ۴۵۰ کسان مړه شوي
Photo: RM Media

د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق (یونیسف) وایې، چې په افغانستان کې د تېر کال په سېلابونو کې نږدې۴۵۰ کسانو خپل ژوند بایللی دی.

یونیسف په یوه تازه راپور کې ویلي چې په دې کسانو کې لس ماشومان هم شامل دي چې د سېلابونو پرمهال مړه شوي.

په راپور کې زیاته شوې چې د دې سېلابونو پرمهال ۷۰ زره استوګنېز کورنه ویجاړ شوي چې په کې ښوونځیو ودانۍ هم شاملې دي.

یونیسف ډاډ څرګند کړی چې د اروپایي ټولنې په همکارۍ د ۳۳۶ ښوونځیو ودانۍ بیارغوي، چې په دې سره به څه باندې ۳۰۰ زره ماشومان له لارې زده کړو ته لاسرسي پیدا کړي.

بلخوا سېلاب ځپلې کورنۍ وایې چې تراوسه یې لازمې مرستې نه دي ترلاسه کړي او له زیاتو اقتصادي ستونزو سره مخ دي. دوی له نړیوالو بنسټونو څخه غواړي چې د سېلاب ځپلیو کورنیو سره بېړنۍ مرسته وکړي.

په همدې حال د ژغورنې نړیوالې کمېټې ویلي، افغانستان د هغو لسو هېوادونو په ډله کې چې اقلیمي بدلونونو څخه په لوړه کچه زیانمن دي، درېیم ځای کې شتون لري.

د یادې کمېټې په وینا، افغانستان د وچکالۍ پرله‌پسې درېیم کال تجربه کوي چې له امله یې د خوراکي توکو تولید کم شوی او خلک خپلو مېنو خوشې‌کېدو ته اړ شوي دي.

د ژغورنې نړیوالې کمېټې د راپور پر بنسټ، یمن‌، چاد، افغانستان، سوېلي سوډان او مرکزي افریقا اقلیمي بدلونونو څخه تر ټولو زیانمن هېوادونه بلل شوي دي.