افغان خبریالان: سانسور او معلوماتو ته نه‌لاسرسی د رسنیو محتوا کمزورې کړې ده

افغان خبریالان: سانسور او معلوماتو ته نه‌لاسرسی د رسنیو محتوا کمزورې کړې ده
Photo: RM Media

په افغانستان کې یو شمېر خبریالان او د رسنیو مسوولان وایې، د امریکا د مرستو بندیدو له امله د رسنیو اقتصادي ستونزو سره سره د طالبانو ډلې له لوري محدودیتونو لګولو او اطلاعاتو نه‌شریک کولو، د رسنیو د محتوا پر کمیت او کیفیت منفي اغېز کړی دی.

زرمینه کاکړ چې په کابل کې له یوې غږیزې رسنۍ سره د خبریالې په توګه کار کوي وایې، د طالبانو د رژیم له لوري د لومړي لاس اطلاعاتو نه‌شریک کېدو په دلیل یې زیاتره راپورونه له خپرېدو پاتې کیږي.

 نوموړې اندېښنه لري چې د خبریالانو په کاري چاپیریال کې ځینې محدودیتونه لګول شوي او که وضعیت همداسې دوام وکړي، نو ډېری خبریالان به خپلې دندې له لاسه ورکړي.

 کاکړ زیاتوي: «زه هره ورځ د خپلې رسنۍ لپاره دوه تولیدي راپورونه جوړوم خو ډېر کله د موضوع په اړه مسوولان اطلاعات نه شریکوي، زیاتره وخت پوښتنې مخکې غوښتل کیږي او یوازې یو یادوه یې ځوابیږي او اصلي پوښتنې بې‌ځوابه پاتې کیږي، دا لامل شوی چې رپوټ له خپرېدو پاتې شي.»

د کاکړ په خبره د راپورونو سانسور او پر وخت د مسوولانو له لوري د مالوماتو نه شریکولو د خبریالانو کار پر وړاندې محدودیتونو د اطلاع رسونې انګېزه کمزورې کړې.

د هغې په خبره د خبریالانو او رسنیو پر وړاندې د ننګونو شتون لامل شوی چې افغانستان کې د اطلاعاتو وړاندې کولو پروسه ستونزو سره مخ شي.

کاکړ زیاتوي: «په افغانستان د خبریالانو وضیعت ورځ تربلې مخ په خرابېدو دی ځکه خبریال د ټولنې ستونزې له مسوولانو سره شریکوي او د حل لاره پیدا کوي، خو که مسوولان ځواب ورنه کړي نو د خبریال هڅه بې پایلې دې زیاتره خبریالان له خپل مسلک زړه توري شوي دي.»

یو بل خبریال چې نه غواړي نوم یې په راپور کې خپور شي وایې، د طالبانو ډلې له واکمنېدو راهېسې رسنۍ په جدي توګه زیانمنې شوي او د لګول شویو محدودیتونو له امله د رسنیو د محتوا کیفیت او کمیت د پام وړ له منځه تللی.

د هغه په خبره چې د افغانستان رسنۍ په بشپړه توګه خپلواکي نه لري او په سیستماتیک ډول تر سانسور لاندې دي.

هغه وویل: «د طالبانو ډلې په زیاتره ولایتونو کې د ژوندیو موجوداتو په انځور خپرولو بندیز لګولی چې دې بندیز د خبریالانو او رسنیو په فعالیت منفي اغېزه کړې، ځکه که یو خبریال د ټلویزېوني راپور لپاره تصویر ونه لري خو راپور یې بې معنی دی.»

نوموړي په ټینګار سره ویلي چې یادو کړنو خبریالان له شدیدو رواني فشارونو سره مخ کړي او د دې لامل شوی چې زیاتره خبریالان له خپل رسنیز فعالیت څخه لاس په سرشي.

دا خبریال همداراز د بشر د اساسي حقونو په توګه د بیان ازادۍ پر خوندیتوب د ټینګار ترڅنګ له طالبانو غوښتنه کوي، چې د رسنیو او بیان ازادۍ له ځپلو دې لاس واخلي او د خبریالانو او بیان ازادۍ خوندیتوب دې تضمین کړي.

هغه وویل: «له کله چې د طالبانو حکومت رامنځته شوی رسنیو ډېره بې کیفیته متحواه خپره کړې، دا ډېره د اندېښنې وړ خبره ده، خبریالانو سره د اطلاعاتو نه‌شریکولو هم د محتوا کمیت ته زیان رسولی، مونږ غواړو چې د دغې ستونزې حل ته پام وشي.»

بلخوا په ننګرهار کې د یوې خصوصي غږیزې رسنۍ مسوول مدیر نه غواړي نوم یې په راپور کې نشر شي وایې، چې د یوشمېر سوژو خپرولو په برخه کې محدودیت لامل شوی چې خپل ځینې کارکوونکي هم له دندو ګوښه او کم کړي.

د هغه په خبره اطلاعاتو ته د لاسرسي په برخه کې محدودیت او د رسنیو پر وړاندې اقتصادي ستونزې افغانستان کې د رسنیو پر وړاندې له مهمو ننګونو څخه دي.

هغه زیاته کړه: «ډېر کله زمونږ خبریالانو ته پر وخت مالومات نه ورکول کیږي، که بیا څه خپاره کړو نو طالبان مو زنداني کوي نو یو ګونګ حالت سره مخ یو، چې څه خپاره کړو او څه خپاره نه کړو له همدې امله ریاتره خپرونې محدودې شوي او محتوا ته یې پام نه کیږي ځکه سانسور مجود دی.»

 په همدې حال کې د خبریالانو نړیوالو بنسټونو په افغانستان کې د خبریالانو او رسنیو له خراب وضعیت څخه اندېښنه ښودلې او ویلي یې دي چې د طالبانو ډلې په تېره درې کلنه واکمنۍ کې ګڼ‌شمېر رسنۍ تړل شوي، خبریالان او د رسنیو کارکوونکو خپلې دندې له لاسه ورکړي دي.

دغه بنسټونه د خبریالانو او رسنیو پر وړاندې روان وضعیت په هېواد کې اطلاعاتو ته د لاسرسي او بیان ازادۍ لپاره زیانمنونکی بولي او دغه چاره یې په افغانستان کې د خپلواکو رسنیو د فعالیتونو رالنډ‌ولو په معنې بللې ده.

دا په داسې حال کې ده چې د امریکا د مرستو بندېدو له امله د رسنیو اقتصادي ستونزې نورې هم ډیرې شوي او دغه وضعیت لامل شوی، چې په سلګونو خبریالان او د رسنیو کارکوونکي په تصویري رسنیو کې خپلې دندې له لاسه ورکړي.