پر افغانستان د امریکا د مرستو بندیدو له کبله د ناروې د مرستو دفتر فعالیتونه درولي

د ناروې د ولسي مرستو سازمان(NPA)د یوې اعلامېې په خپرولو سره په افغانستان کې د خپلو فعالیتونو د دریدو اعلان کړی دی.
اعلامیه کې راغلي د ماین پاکۍ هغه فعالیتونه چې د امریکا په ملاتړ د افغانستان په ګډون په ۱۲ هېوادونوکې ترسره کېدل، د ۸۵ ورځو لپاره ځنډول شوي دي.
اعلامیه زیاتوي چې د ماین پاکۍ هڅې د نړیوالې بېوزلۍ د کمولو، امنیت ښه کولو، اقتصادي ودې او ثبات لپاره اغېزناکې دي.
یاد سازمان په ټينګار سره ویلي چې ماینونه او نور نا چاوده توکي د جګړو تر ختمېدو لسګونه کاله وروسته هم د خلکو د ژوند، معیشت او پرمختګ پر وړاندې جدي ګواښ بلل کیږي.
دغه سازمان هیله څرګنده کړې چې د امریکا نوی حکومت د دغه حیاتي کار لومړیتوب ورکولو ته دوام ورکړي.
د اعلامیې له مخې، دغه سازمان به له امریکایي چارواکو او نورو اغېزناکو لوبغاړو سره خبرې وکړي، څو له ماینونو د پاکو او خوندي ټولنو لپاره خپلو هڅو ته دوام ورکړي.
دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو تر کنټرولاندې د اقتصاد وزارت څو ورځې وړاندې ویلي و، چې د امریکا د مرستو په بندېدو سره په دغه هیواد کې پنځوس موسسو خپل فعالیتونه درولي دي.