ایمرجنسي روغتون؛ په افغانستان کې د طالبانو له واکمنېدو راهیسې ترافیکي پېښې زیاتې شوي

ایمرجنسي روغتون؛ په افغانستان کې د طالبانو له واکمنېدو راهیسې ترافیکي پېښې زیاتې شوي
Photo: 8am

په کابل کې د ايمرجنسي روغتون د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي، چې د ۲۰۲۱ کال له اګست میاشتې راهیسې تر دې دمه په افغانستان کې ترافيکي پېښې پنځه برابره زياتې شوې دي.

اعلامیه کې راغلي چې د ۲۰۲۲ کال له مارچ د ۲۰۲۴ کال تر مارچ پورې دغه پېښې له ۲ زره او ۶۶۲ څخه ۵ زره او ۵۲۰ ته لوړې شوې دي چې، ۷۸ اعشاریه ۵ سلنې زیاتوالی ښیي.

اعلاميه کې ويل شوي چې د ۲۰۲۲ له مارچ میاشتې د ۲۰۲۴ تر اکټوبر میاشتې دغه پېښې تر ډېره له سړکه د موټر د اوښتو، چپه کېدو او یا هم له دېوال سره د ټکر له امله رامنځته شوې دي.

دا په داسې حال کې ده چې څو ورځې وړاندې د کابل - کندهار پر لويه لار په دوو جلا ترافیکي پېښو کې ۵۲ تنه ووژل شول او ۸۵ نور ټپيان شول.  

د یادونې ده چې په دې وروستیو میاشتو کې د هېواد بېلابېلو ولایتونو کې ټرافیکي پېښې زیاتې شوي چې له امله یې سلګونو کسانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې.

د سړکونو خرابوالی او د موټرچلوونکو بې‌احتیاطي هېواد کې د ترافیکي پېښو د رامنځ ته کېدو مهم لاملونه بلل کیږي.