له افغانستان سره د بشري مرستو پر دوام د یوناما د مشرې ټینګار

له افغانستان سره د بشري مرستو پر دوام د یوناما د مشرې ټینګار

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې او د یوناما مشرې(روزا اوتونبایوا) د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي سره په یوې لیدنه کې ویلي، چې افغانستان ته پراختیایي مرستې د بشري مرستو په پرتله ډېرې شوې دي.

د یوناما څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې دواړو خواوو په دې لیدنه کې د بشري مرستو او د هېواد د اقتصادي ودې په تړاو خبرې کړې دي.

دا په داسې حال کې ده چې ټرمپ د خپلې دندې پر لومړۍ ورځ له افغانستان سره د امریکا مالي مرستې د ۹۰ ورځو لپاره وځنډولې.

واک ته د طالبانو په رسېدو سره په ټول هیواد کې بې روزګاري اوج ده رسېدلې او زیاتره افغانان بېړنیو مرستو ته اړتیا لري.