د طالبانو امربالمعروف ادارې ننګرهار کې د ښوونځيو پر زده کوونکو خولۍ پر سر کول او ږیره پرېښودل لازمي کړل

د طالبانو امربالمعروف ادارې ننګرهار کې د ښوونځيو پر زده کوونکو خولۍ پر سر کول او ږیره پرېښودل لازمي کړل

د طالبانو امربالمعروف ادارې د ننګرهار په مرکز او ولسوالیو کې د ښوونځيو پر زده کوونکو د خولۍ پر سر کول او د ږیرې پرېښودل لازمي کړي.

سرچینو ویلي د پوهنې ریاست له لوري ټولو دولتي ښوونځیو ته مکتوب استول شوی چې، پر اساس یې پر زده کوونکو د ږیرې پرېښودل او خولۍ پر سرکول لازمي شوي دي.

سرچینه زیاتوي په مکتوب کې په جدي ډول سپارښتنه شوې هغه زده کوونکي چې له دې امر سرغړونه کوي نو له سخت چلند سره به مخ شي.

د سرچینې د مالوماتو پر اساس دغه راز د پوهنې ریاست خبرداری ورکړی که زده کوونکي او ښوونکي یې له یادې پرېکړې سرغړونه وکړي نو له قانوني سزا سره به مخ شي.

تراوسه د ننګرهار پوهنې ریاست په رسمي ډول د یاد مکتوب د خپریدو په اړه څه نه دي ویلي.

د طالبانو امربالمعروف ادارې له دې وړاندې د ننګرهار او لغمان ولایتونو په دولتي پوهنتونونو کې هم پر محصلینو د ږیرې پرېښودل او پګړۍ پر سر کول جبري کړي و.