طالبانو یو ډاکتر له لس میاشتني بند وروسته خوسې کړی

په پروان کې ځایي سرچینو په دغه ولایت کې د طالبانو له زندان د یو ډاکتر د خوشې کېدو خبر ورکړی دی.
د سرچینو په وینا د محمدشریف ایوبي په نوم یو ډاکتر له طالبانو سره لس میاشتې بندي و او څو ورځېمخکې له بګرام زندان څخه ازاد شوی دی.
د مالوماتو له مخې محمدشریف ایوبي د طالبانو استخباراتو تېر کال د پروان په جبلالسراج ولسوالۍ کې له خپل درملتون څخه وړل شوی و.
د طالبانو استخباراتو له دې وړاندې هم دغه ولایت کې ګن شمیر خلک له مقاومت جبهې سره د اړیکو په تور زنداني کړي وو.
تراوسه طالبانو په رسمي ډول په دې اړه څه نه دي ویلي