په کندهار کې یوې نوې واده کړې نجلۍ ځانوژنه کړې

په کندهار کې ځایي سرچینې وایې چې د دغه ولایت په ژړۍ ولسوالۍ کې یوې نوې واده کړې نجلۍ ځانوژنه کړې ده.
سرچینې ویلي چې د عالیه په نوم دغه نجلۍ د کندهار ژړۍ ولسوالۍ اړوند په «زنځیري» سیمه کې ځان وژلی دی.
د سرچینې د مالوماتو له مخېدغې نجلۍ شپږ میاشتې مخکې واده کړی و، خو د کورني تاوتریخوالي له کبله یې د زهري موادو په خوړلو ځان وژلی دی.
په دې وروستیو کې د هیواد په بېلابېلو سیمو کې د ښځو د ځانوژنې پېښې زیاتې شوې، چې لامل یې تر ډیره کورنی تاوتریخوالی، اقتصادي ستونزې، په بدو کې د نجونو ورکړه او نور لاملونه دي.
له دې څو ورځې وړاندې د خوست د امنیې قومندانۍ د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي و، چې په دغه ولایت کې د تېر یو کال پرمهال د ۳۴ ښځو په ګډون ۷۲ کسانو پر ځانوژنې لاس پورې کړی دی.