هرات کې طالبانو له صرافانو غوښتي چې د افغانیو پر وړاندې د ډالرو نرخ عام نه کړي

هرات کې طالبانو له صرافانو غوښتي چې د افغانیو پر وړاندې د ډالرو نرخ عام نه کړي
Image: Engin Akyurt/ Pexels

په هرات کې ځایي سرچینې وايي، د افغانیو پر وړاندې د ډالر د بیې له لوړېدو وروسته طالبانو په دغه ولایت له صرافانو غوښتي چې د ډالر نرخ عام نه کړي.

د سرچینې په وینا چې طالبانو دغه راز د هرات د صرافانو له اتحادیې په ټینګار سره غوښتنه کړې چې تر دوو ورځو پورې به د ډالر نرخ نه اعلانوي.

سرچینه زیاتوي چې طالبانو د پیسو د تبادلې له اتحادیې غوښتي چې د ډالر د ریښتیني نرخ له اعلان څخه دې ډډه وکړي.

دا په داسې حال کې ده چې په هرات کې د بهرنیو اسعارو د تبادلې نرخ د هرات د صرافانو د اتحادیې د ټیلیګرام چینل له خوا دقیقه په دقیقه خپرېده خو د افغانیو پر وړاندې د ډالرو د بیې له لوړېدو وروسته اوس د دې اتحادیې له خوا یوازې د ایراني تومان نرخ خپرېږي.

 هرات طالبانو چارواکو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

د یادونې وړ ده چې له دې څو ورځې وړاندې د کابل په سرای شهزاده صرافۍ مارکېټ کې د ډالر د بیې د لوړېدو له امله طالبانو ځینې صرافان وهلي ډبلولي وو