طالبانو د ننګرهار پوهنتون ۴۲ استادان منفک کړي
ځایي سرچینې وایې، چې د طالبانو لوړو زده کړو وزارت د ننګرهار پوهنتون ۴۲ استادان له دندو منفک کړي دي.
سرچینې زیاته کړې چې دا استادان د شرعیاتو، کرنې، حقوقو او سیاسي علومو، ښوونې او روزنې او یو شمېر نورو پوهنځیو اړوند دي او د منفکۍ مکتوب یې د ننګرهار پوهنتون ته استول شوی خو دا چې د سمستر نهايي ازموينې دي نو اعلان يې ځنډول شوی دی.
د سرچینې په وینا دغه استادان د حزب اسلامي، جمعيت اصلاح او اهل حدیث د غړيتوب له امله له دندو څخه منفک شوي دي.
بلخوا د طالبانو لوړو زده کړو وزارت د ننګرهار پوهنتون د استادانو د منفکۍ راپورونه رد وي.
د دغه وزارت لپاره طالب ویاند ضیاء الله هاشمي وایې، هغه راپورونه بې بنسټه دي چې ګواکې دغه وزارت د پوهنتونونو هغه استادان له دندو منفک کړي چې له هېواده بهر پر ماسټرۍ او دوکتورا بوخت دي.
هاشمي وايي، د لوړو زده کړو وزارت رهبري شورا پرېکړه کړې څو د هغو استادانو بستونه اعلان ته وسپاري چې د اړوند پوهنتون او وزارت له موافقې پرته بهر ته تللي او تدريسي پلان يې مخ ته نه دی وړی.
دا په داسې حال کې ده چې له دې وړاندې هم د کونړ، کابل او د هیواد د یو شمیر نورو پوهنتونونو ګڼ شمیر استادان طالبانو د مختلفو دلایلو پر اساس له دندو ګوښه کړي او پر ځای یې خپل پلویان ګمارلي دي.