طالبانو په پنجشیر کې د ژوندیو موجوداتو پر عکاسۍ او فلم اخیستلو بندیز لګولی

کابل ټيليګراف (د مرغومې ۱۵مه– ۱۴۰۳ لمريز)
په پنجشیر کې ځایي سرچینې وایې د طالبانو امربالمعروف ادارې په دغه ولایت کې پر عکاسۍ او فلم اخیستلو بندیز لګولی دی.
سرچینې زیاته کړې چې په دغه ولایت کې خبریالانو ته سپارښتنه شوې چې د "ژوندیو موجوداتو" له عکس او فلم اخیستلو دې ډډه وکړي.
د سرچینې د مالوماتو له مخې دغه بنديز له تېرو دوو ورځو راهيسې د دغه ولایت پر مطبوعاتي دفتر او د ملي ټلوېزيون پر ځايي څانګې لګول شوى دى.
د سرچینې په وینا چې اوس مهال په پنجشير کې ملي تلویزیون او د ولایت مطبوعاتي دفتر د ژونديو انځورونو پر ځاى د ځايونو انځورونه خپروي او ملي تلويزيون هم د راډيو په بڼه خپرونې کوي.
طالبانو له دې وړاندې په کندهار، تخار، کونړ، لغمان، بادغیس او د هیواد په یو شمیر نورو ولایتونو کې هم خبریالان دژوندیو موجوداتو له عکس او فلم اخیستلو منع کړي وو.