د کرکټ نړیوالې شورا دریو افغان لوبغاړو ته د کال غوره جایزې اعلان کړې

د کرکټ نړیوالې شورا دریو افغان لوبغاړو ته د کال غوره جایزې اعلان کړې
Photo: Afghanistan Cricket Board

د کرکټ نړيوالې شورا تازه اعلان کړی چې د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې غړي عظمت الله عمرزي د يو ورځينو لوبو د کال غوره لوبغاړی جايزه او د ۲۰۲۴ کال د غوره لوبډلې خولۍ ترلاسه کړه.

د یادې شورا څخه په خپره شوې اعلامیه کې راغلي چې، همدارنګه راشد خان بيا د تېر کال د شل اوريزو لوبو د کال غوره لوبډلې سره خولۍ ترلاسه کړې ده. 

خبرپاڼې زیاته کړې رحمن الله ګوربز ته بيا د کرکټ نړيوالې شورا د يو ورځينو لوبو د کال غوره لوبډلې ابي خولۍ ورکړې ده.

دا مهال د افغانستان کرکټ ملي لوبډله په پاکستان ده او ټاکل شوې چې د را روانې جمعې په ورځ خپله لومړنۍ لوبه « چېمپینز ټرافي» د اتلام جام سیالیو کې د جنوبي افریقا کرکټ لوبډلې سره ترسره کړي.