یو افغان ځوان د بارسلونا کلب خپلې اکاډمۍ ته وربللی

د لمر کټوازي په نامه یو ۱۵ کلن افغان د بارسلونا د فوټبال د بارسا معتبرې اکاډمۍ ته وربلل شوی دی.
کټوازی لومړنی افغان دی چې د بارسلونا کلب اکاډمۍ ته وربلل کیږي.
لمر اصلآ د پکتیا ولایت اوسېدونکی خو کورنۍ یې له کلونو راهېسې په استرالیا کې اوسیږي او دی هم په دغه هیواد کې زېږېدلی خو له واړه عمره یې فوټبال کاوه، د خپل عمر په لوبډلو کې یې تل ګولونه کړي او ریکارډونه یې جوړ کړي دي.
دا اکاډمي د فوټبال نړۍ ته یوه مهمه دخولي دروازه بلل کېږی.
د نړۍ د فوټبال یو شمېر مشهور ستوري په دې اکاډمۍ کې لوبې کړي.
دا په داسې حال کې ده چې پر افغانستان د طالبانو بیا ځلي واکمنېدو راهېسې دې ډلې پر ځینو ورزشي لوبو بندیز لګولی چې له امله یې زیاتره ورزشکاران بهرنیو هیوادونو ته کډوال شوي.