د طالبانو له خوا منفک شوې ښځینه ښوونکې: د امید او عاید سرچینه یې له منځه تللې

د طالبانو له خوا منفک شوې ښځینه ښوونکې: د امید او عاید سرچینه یې له منځه تللې
Photo: RM Media

په داسې حال کې چې په افغانستان کې د ښځو پر کار او زده‌کړو باندې له څلورو کلونو زیات وخت کېږي چې د طالبانو له لوري پرې پراخ محدودیتونه لګېدلي، د دې سیاستونو اغېزې ورو ورو د زرګونو کورنیو په ورځني ژوند کې ښکاره شوي دي. د دولتي ښوونځیو څخه د ښځينه ښوونکو ګوښه کول، د هغو کورنیو لپاره چې ښځې یې د معیشت ستن وې، یو ژور اقتصادي بحران رامنځته کړی دی.

صوفیه، د ننگرهار د «بي بي مریم» دولتي لېسې ښوونکې، د افغانستان په تعلیمي نظام کې یې له ۱۴ کلونو څخه ډېر کار کړی و. هغه د خپلې کورنۍ یوازینی عاید لرونکی وه؛ کورنۍ یې پنځه غړي لري او خاوند یې، چې د هغې په وینا په نشه یي توکو روږدی دی، کار روزګار نه کوي.

صوفیه وايي، یو کال وړاندې، پرته له کوم وضاحت څخه، له دندې ګوښه شوه. هغه د خپل بد اقتصادي وضعیت په اړه وايي:

«هغه ورځې چې لا ښوونکې وم، ژوند سخت و خو اداره کېده. اوس هره ورځ یوه مبارزه ده؛ د خپلو ماشومانو لپاره د جامو، خوراک او کور کرایه. کله کله مجبورېږم له ګاونډیانو پور واخلم. د کور بار په بشپړه توګه زما پر اوږو دی او هیڅوک زما ملاتړ نه کوي.»

صوفیه زیاتوي چې د دندې له ګوښه کېدو وروسته یې څو ځله هڅه کړې چې کار پیدا کړي، خو د هېواد اقتصادي او ټولنیز شرایط اجازه نه ورکوي. اوس د خپلې کورنۍ د لګښتونو لپاره د نورو خلکو کورونو کې د جامو مینځلو، پخلي او نورو ورځنیو کارونو پورې محدود ده.

هغې وویل: «کله ناکله څو ساعته په نورو کورونو کې کار کوم، خو عاید یې یوازې د ډوډۍ د اخیستلو بس دی. شپه چې ماشومان ویده شي، ژاړم او له ځان پوښتنه کوم چې ولې ما دا ټول کلونه هڅه وکړه او اوس هر څه مې له منځه تللي.»

نفیسه، د کابل د یوې دولتي لیسې ښوونکې، هم په دې وروستیو کې له دندې لرې شوې ده او تر اوسه یې نوې دنده نه ده پیدا کړې. هغه وايي، کور کې پاتې کېدل یوازې اقتصادي فشار نه، بلکې رواني ستونزې هم رامنځته کړي دي:

«هره ورځ چې ماشومان له ښوونځي راځي او پوښتي چې مور ولې نور ښوونځي نه ځې، زما زړه ماتېږي. پوهېږم چې نور عاید نه لرم او هیڅوک مرسته نه کوي. خپګان او اضطراب مې تل راسره دي.»

نفیسه وايي چې د تېرو یو کال په جریان کې څو ځله هڅه کړې کار پیدا کړي، خو د محدودیتونو له امله ناکامه شوې ده.

هغې زیاته کړه: «ډېرې ښځینه ښوونکې په کور کې پاتې شوې دي. نه معاش لري او نه د عاید بله سرچینه. کورنۍ او ماشومان یې په بشپړه توګه پر دوی متکي دي. دا وضعیت د شدید اقتصادي او رواني فشار سبب ګرځېدلی.»

د دې ښوونکو په وینا، ځينو ښځينه ښوونکو لا هم معاش څو میاشتې مخکې له ګوښه کېدو نه دي ترلاسه کړي.

ځینې ښوونکې ادعا کوي چې د هغوی د برطرفۍ وروسته، خالي بستونه د دیني مدرسو تازه فارغانو او د جوماتونو امامانو ته ورکړل شوي، چې په باور یې دوی، نه یوازې د مسلکي عدالت نقض دی، بلکې پر ښوونې او روزنې یې منفي اغېزه هم کړې ده.

نفیسه وايي: «موږ پوهنتون لوستی او د تدریس کلونه تجربه لرو. زموږ لرې کېدل یوازې زموږ ژوند له منځه وړي نه، بلکې د تعلیمي نظام لپاره هم زیانمن دي.»

اقتصادي کارپوهان خبرداری ورکوي چې د ښځو په لویه کچه له دندو لرې کېدل، په ځانګړې توګه د ښوونې په برخه کې، د فقر او اقتصادي بې‌ثباتۍ مستقیم اغېز لري. په ډېرو کورنیو کې ښځينه ښوونکې یوازینۍ یا اصلي عاید لرونکې وې او د هغوی بې‌کارېدل د ټولې کورنۍ سقوط د فقر کرښې لاندې برابرولی شي.

د ښځو د حقونو فعالان وايي، دا وضعیت یوازې اقتصادي نه، بلکې ټولنیز او رواني پایلې هم لري. مریم امرخېل، د ښځو د حقونو فعاله، د ښځينه ښوونکو وضعیت «اندېښمنونکی» ګڼي:

«هغه ښوونکې چې له دندو برطرف شوي، هره یوه یې مسلکي زده کړې او تجربه لرله. هر یوه د کورنۍ لپاره د عاید سرچینه وه. د هغوی لرې کېدل د تدریس بهیر ګډوډوي او د ښوونې نظام ته زیان رسوي.»