د افغانستان د خبریالانو مرکز؛ درېیو اوونیو کې ۷ خبریالان او رسنیز کارکوونکي نیول شوي

د افغانستان د خبریالانو مرکز؛ درېیو اوونیو کې ۷ خبریالان او رسنیز کارکوونکي نیول شوي
Photo: RM Media

د افغانستان د خبریالانو مرکز وایې چې په تېروو درېیو اوونیو کې د طالبانو استخباراتو او امربالمعروف کارکوونکو اووه خبریالان او رسنیز کارکوونکي په پلازمېنې کابل او د هیواد په بېلابېلو ولایتونو کې نیولي چې د ځینو یې د نیونې لامل هم نه دی روښانه شوی.

د خبریالانو مرکز په یوه بیان ویلي چې، د زمري میاشتې په لومړۍ او ۲ مه کابل کې دوه خبریالان او دوه رسنیز فعالان د نجونو لپاره د تعلیمي کورسونو د جوړولو په پلمه د طالبانو له لوري نیول شوی.

دغه راز درې نور خبریالان او رسنیز فعالان د چنګاښ په ۱۶ مه او ۲۴ مه استخباراتو نیولي چې لا یې د نیونې لامل نه دی معلوم.

د خبریالانو مرکز په یوه بیان کې د طالبانو له خوا د خبریالانو او رسنیزو فعالانو په نیول کېدو اندېښنه ښودلې چې د دغه ډول نیولو دوام به افغانستان کې د بیان ازادۍ او اطلاعاتو ته لاسرسی له ستونزو سره مخ کړي.

د بیان پر بنسټ، پر دې سربېره د طالبانو تر واک لاندې افغانستان کې پر خبريالانو او رسنيو بنديزونه په بې مخینې توګه ډېر شوي دي. په یو خپاره کړي بیان کې د خبریالانو پر وړاندې د جرمونو له مجازاتو د معافیت پای ته رسېدو غوښتنه شوې.

په دې وروستیو کې د هېواد په خینو ولایتونو کې د طالبانو له لوري د خبریالانو نیونې د رسنیو ملاتړو بنسټونو اندېښنې راپارولې دي. دغه بنسټونو د خبریالانو پر نیونې اندېښنه ښودلې او له طالبانو یې د یادو خبریالانو د ژر تر ژره خوشې‌کېدو غوښتنه کړې ده.

د افغانستان د خبریالانو مرکز د مالوماتو له مخې اوسمهال ۱۵ خبریالان او رسنیز فعالان د طالبانو په زندانونو کې د بند شپې او ورځې تېروي. دا په داسې مهال دی چې د طالبانو استخباراتو له لوري د خبریالانو د نیولو یادو پېښو خبریالان اندېښمن کړي او خپل برخلیک او راتلونکې ته په وېره کې دي.