اوچا؛ د طالبانو لخوا پر ښځو د کار بندیز د مرستو رسولو بهیر ټکنی کړی

اوچا؛ د طالبانو لخوا پر ښځو د کار بندیز د مرستو رسولو بهیر ټکنی کړی
Photo: RM Media

د ملګرو ملتونو د بشردوستانه مرستو د همغږۍ دفتر یا اوچا وایې، چې د ۲۰۲۴ کال په دویمه نیمايي کې د طالبانو محدودونکو پالیسو د بشري مرستو د رسولو بهیر اړمنو کورنیو، په تېره ښځینه‌وو ته د مرستو رسولو بهیر ټکنی کړی دی.

 اوچا وایې چې د «امر باالمعروف او نهی عن‌المنکر» قانون د مېرمنو او نارینه‌وو ازادۍ محدودې کړې چې پکې پر موسیقۍ او د ژوندیو موجوداتو د انځورونو پر خپرولو بندیز هم راځي.

اوچا زیاته کړې چې د طالبانو له لوري په روغتیايي مرکزونو کې د نجونو پر زده‌کړو بندیز لګېدو له امله په زیاتره سیمو کې روغتیایي خدماتو ته د خلکو لاسرسی محدود شوی او خلک له جدي ستونزو سره مخ شوي دي.

یاد ادارې ویلي چې په تېر ۲۰۲۴ کال کې څه باندې ۲۰ میلیونو کسانو بشردوستانه مرستې ترلاسه کړې چې له ډلې یې شپږ میلیونه مېرمنې او ۵.۱ میلیونه یې نجونې دي.

په ورته مهال د ملګرو ملتونو د ښځو څانګه وايي، په ټول هېواد کې یې د ښځو اړوند سازمانونو سره همکاري کړې څو افغان ښځې پیاوړې او خوندي وي او عاید ترلاسه کړي. دغه بنسټ وايي، له ۲۰۲۴ کال راهیسې یې څه باندې ۲۰۰ ښځينه سازمانونو سره همکاري کړې ده.

بلخوا د ملګرو ملتونو د وګړو صندوق (UNFPA) اعلان کړی چې د جنورۍ له پیله د جون تر پایه، په ۳۴ ولایتونو کې څه باندې یو میلیون افغان مېرمنې او نجونې د مور او ماشوم، ځوانانو او رواني – ټولنیز ملاتړ اړوند روغتیايي خدماتو برخمنې شوې دي.

یاد سازمان ویلي چې دا خدمات د بشردوستانه هڅو یوه برخه ده څو په افغانستان کې له روانو ناخوالو اغېزمنو مېرمنو او نجونو وضعیت ته پاملرنه وشي.

واک ته د طالبانو په رسېدو سره سم دې ډلې د نجونو پر زده کړو بندېز لګولی او دغه راز یې په کورنیو او نړیوالو نادولتي موسسو کې د ښځینه‌وو پر کار هم محدودیتونه وضعه کړي چې دې پرېکړې یې په ملي او نړیواله کچه سخت غبرګونونه را وپارول او د ملګرو ملتونو امنیت شورا له طالبانو څخه غوښتي چې د ښځو پر وړاندې شته محدودیتونه لرې او هغوی ته د زده‌کړو او کار اجازه ورکړي.