په غور ولایت کې د دوو قومونو ترمنځ ناندرۍ؛ ځېنې کورنۍ اجباري کډوالۍ ته اړ اېستل شوې

په غور ولایت کې یو شمېر سرچینو (آر.ام میډیا) سره په خبرو کې ادعا کړې، چې د دغه ولایت په دولت یار ولسوالۍ کې د طالبانو لخوا سلګونه کورنۍ په جبري کډه کولو ته اړ اېستل شوي دي.
د سیمې یو اوسېدونکی او د تایمني قوم غړي (مسعتار نوم) فضل الله ویلي، چې په دولت یار ولسوالۍ کې د دوو قومونو (سردارانو او تایمني) ترمنځ د ځمکې پر سر له شخړو او اوږدو ناندریو وروسته د طالبانو سیمه ییزو چارواکو د همدې ولسوالۍ له نرمت، حاجي اباد، جیره ګک، دهن غوري، دروازه او سنګ شوره کلیو څخه کابو ۵۵۰ کورنۍ جبري کډوالۍ ته اړ ایستلي دي.
سرچینه دغه راز ادعا کوي چې دا پرېکړه یو شمېر قومي مشرانو د غور لپاره د طالبانو د پخواني والي احمد شاه دین دوست په امر او لارښوونه کړې ده.
د نوموړي په وینا په دولت یار ولسوالۍ کې د دوو قومونو (سردارانو او تایمني) ترمنځ د ځمکو پر سر شخړه او دښمني له کلونو راهیسې دوام لري او تازه طالبانو له سیمې څخه په جبري ډول د (تایمني قبیلې) اړوند خلکو په زوره د اېستلو پرېکړه کړې او ګڼ شمېر کورنۍ له خپلو مېنو بېځایه شوي دي.
هغه وایې: «د غور په دولت یار ولسوالۍ کې د سردارانو او تایمني قومونو ترمنځ د ځمکو پر سر دا شخړه کلونه کیږي چې دوام لري، دواړو خواو ته په کې ډېر کله مرګ ژوبله هم اوړي خو اوسنۍ کومه پرېکړه چې طالبانو کړې دا یو طرفه ده ځکه دوی یو قوم ته ویلي چې تاسې باید ځپلې ځمکې او کورنه پرېږدې او نورو سیمه ته کډه شئ نو دا خو انصاف او عدالت نشو.»
د هغه د مالوماتو له مخې د بې ځایه شویو کورنیو له ډلې یو شمېر د غور مرکز او ځینې یې د ولسوالۍ نور برخو ته کوچېدلي او ګڼ شمېر نورې کورنۍ یې د دغه ولایت نورو ولسوالیو ته بیځایه شوي دي.
د سیمې یو بل اوسېدونکی او د سردارانو د قوم یو غړی (مستعار نوم) محمد زمان بیا د تایمني قوم تورنوي چې له کلونو راهیسې یې له دوی ځمکې او کورونه غصب کړي او پرې مېشت شوي دي.
د هغه په خبره د تېر جمهوري حکومت پرمهال د تایمني قوم یو شمېر چارواکي په دولت درلودل، چې د هغوی په مرسته یې له دوی ځمکې او کورونه په زوره لاندې کړي وو.
هغه وایې: «زما ۴۰ کاله عمر دی او زما چې یادیږي د سردارانو او تایمني قومونو ترمنځ د ځمکو پر سر همدا شخړې او جنجالونه دي، خو تایمني قوم په مخکیني حکومت کې چارواکي درلودل او دا ځمکې یې له مونږ په زوره غصب کړې وې خو اوس چې د انصاف فیصله کړې چې باید د دولت یار ولسوالۍ له څو کلیو څخه باید د تایمني قوم غړي واېستل شي نو تایمني قوم دا پرېکړه عادلانه بولي.»
د دولت یار ولسوالۍ یو بل اوسېدونکی چې نه غواړي نوم یې په راپور کې خپور شي وایې، چې د دواړو خواوو ترمنځ د ځمکو پر سره د شخړو له امله په تېر کې یو شمېر کسانو ته مرګ ژوبله هم اوښتې ده.
د سرچینې په وینا که څه هم دواړه خواوې د همدې جنجالي ځمکو قانوني اسناد (قبالې) نه لري خو هر یو یې خپل زور ازمایي او د طالبانو اوسنۍ پرېکړه عادلانه نه بولي.
هغه وایې: «د تایمني او سردارانو قومونو ترمنځ په هر حکومت کې یو طرفه فېصلې کیږي او همدا لامل دی چې دا شخړه له کلونه راهیسې دوام لري، دواړه قومونه د ځمکو قانوني سند نه لري نو په کار ده چې دا ځمکې دولتي شي چې دې مسلې ته د حل لار پیدا شي.»
په ورته مهال د طالبانو تر ولکې لاندې باختر دولتي اژانس د یو راپور په خپرولو سره د ځایي طالب چارواکو له قوله ویلي، چې په غور ولایت کې یې د (تایمني او سردارانو) قومونو ترمنځ ۱۰۰ کلنې دښمنۍ ته د پای ټکی کېښودل شو.
سرچینې زیاته کړې د غور په دولت یار ولسوالۍ کې دواړه قومونه له کلونو راهیسې د ځمکو پر سر په خپلمنځي شخړو او دښمنۍ اخته وو، چې د دواړو قومنو ترمنځ له موافقې وروسته یې ستونزه حل شوه.
له دې وړاندې هم د هیواد په ځينو نورو سیمو کې طالبان تورن شوي وو، چې د قومونو ترمنځ د پرېکړو پرمهال تعصبي چلند کوي چې له امله یې پر دوی د خلکو نیوکې زیاتې شوي دي.