ملګري ملتونو؛ افغانستان له سختې وچکالۍ سره مخ دی

ملګري ملتونو؛ افغانستان له سختې وچکالۍ سره مخ دی
Photo: RM Media

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوي دفتر (یوناما) خبرداری ورکړی، چې افغانستان اوسمهال له سختې وچکالۍ سره مخ دی او په دغه هېواد کې د اقلیمي بدلونونو پر وړاندې د بېړني اقدام غوښتنه کړې ده.

یوناما اندېښنه ښودلې که په افغانستان کې د اقلیمي بدولون په برخه کې جدي اقدامات ترسره نشي نو ناوړه پایلې به ولري.

یوناما زیاته کړې افغانستان چې تر دې وړاندې د لسیزو جګړو، اقتصادي او بشري ناورینونو له امله زیانمن شوی، اوس د نړۍ له هغو لسو هېوادونو څخه دی چې د اقلیمي بدلونونو د پایلو پر وړاندې تر ټولو زیات زیانمنونکي دي.

له دې وړاندې یو شمېر نورو سازمانونو هم په افغانستان کې د اقلیمي بدلونونو د پایلو په تړاو خبرداری ورکړی و او ویلي یې و، افغانستان د نړۍ په کچه شپږم هېواد دی چې د اقلیمي بدلونونو له امله له نورو ډېر اغېزمنېږي.

دغه بدلون په وروستیو کلونو کې د هېواد په کچه کرنیز حاصلات کم کړي، تر ځمکې لاندې اوبو کچه ټیټه شوې، د بې‌موسمه سېلابونو له امله میلیونونو وګړو ته د سر او مال سخت زیانونه اوښتي او د وچکالۍ له امله خلک د خپلو مېنو پرېښودو ته اړ شوي دي.

دغه راز  دوامداره وچکالي، د سېلابونو راوتل او د چاپېریال ککړتیا د اقلیمي بدلونونو مهم لاملونه بولي او وايي، د اقلیم په بدلون سره هېواد کې ۵۰ سلنه ځنګلونه له منځه تللي دي.

په ورته وخت کې د غور، هلمند، کندهار، کونړ، ننګرهار، ارزګانو او ځېنو نورو ولایتونو څخه د وروستیو وچکالیو له امله په زرګونه کورنۍ نورو سیمو ته کوچېدلي دي. که څه هم افغانستان د ګلخانه‌يي ګازونو په تولید کې هېڅ ونډه نه لري، خو بیا هم د اقلیمي بدلونونو له امله د نړۍ د نورو هېوادونو په پرتله تر ټولو ډېر زیانمن او اغېزمنېږي.