خلک وایې د وچکالۍ له امله د مېنو پرېښودو ته اړ شوي

افغانستان د اقلیمي بدلونونو له امله د نړۍ په کچه یو له هغو هېوادونو څخه شمېرل کېږي چې تر ټولو زیات اغېزمن شوی دی.
د ملګرو ملتونو د اقلیم بدلونونو په وروستۍ نړیواله غونډه کې افغانستان د نړۍ شپږم زیانمن هېواد ګڼل شوی، سره له دې چې دا هېواد د ګلخانهیي ګازونو په تولید کې هېڅ برخه نه لري.
په دې هېواد کې د بارانونو کمښت، د ځمکې لاندې اوبو د سطحې ټیټېدل، د بېموسمه سېلابونو زیاتوالی او اوږدمهاله وچکالۍ د دې لامل شوي چې د کرنې او مالدارۍ سیستمونه له ستونزو سره مخ شي او زرګونه کورنۍ خپلې اصلي مېنې پرېږدي.
دغه بدلون په وروستیو کلونو کې د هېواد په کچه کرنیز حاصلات کم کړي، تر ځمکې لاندې اوبو کچه ټیټه شوې، د بېموسمه سېلابونو له امله میلیونونو وګړو ته د سر او مال سخت زیانونه اوښتي او د وچکالۍ له امله خلک د خپلو مېنو پرېښودو ته اړ شوي دي.
زابل، ارزګان، هلمند، نیمروز، کندهار، ننګرهار او ځینې نور له هغو ولایتونو دي چې اوږدمهاله وچکالۍ او اقلیمي بدلونونو يې کرنې او مالدارۍ ته سخت زیان رسولی دی.
د زابل ولایت د میزان ولسوالۍ اوسېدونکی تواب شاه وایې، د وچکالۍ ناوړه اغېزو او زیاتره سيمو کې د څښاک اوبو ته د خلکو نه لاسرسي اندېښنې زیاتې کړي او دغه راز د ځمکو خړوبولو لپاره د اوبو سربېره د څښاک پاکو اوبو ته د لاسرسي په برخه کې ستونزو سره مخ دي.
تواب شاه زیاته کړه: «زما ۶۶ کاله عمر دی خو ما په خپل ژوند کې داسې سخته وچکالي نه ده، لیدلې لکه په دې وروستیو دوو کلونو کې په څاه ګان او کارېزونو کې اوبه وچې شوي، فصلونه د اوبو نشتون له امله نه کیږي نو زیاتره خلک د وچکالۍ له امله نورو سیمو ته بیځایه شوي دي.»
د هلمند د ګرمسیر ولسوالۍ یو بڼوال عزیز خان چې د وچکالۍ له امله د دغه ولایت کجکي ولسوالۍ ته کوچېدل وایې، چې پخوا دغه ولسوالي په بېلابېلو مېوهلرونکو ونو زرغونه وه، اوس د وچکالي له امله د یادو باغونو یوازې وچ بوټي پاتې دي.
د هغه په خبره د وچکالي پراخې څپې له کبله ځایي خلک اړ شوي چې نورو سیمو ته وکوچېږي.
عزیز خان زیاتوي: «د هلمند له نورو سیمو سره سره په ګرمسیر ولسوالۍ کې د وچکالۍ له امله ژون سخت دی، په ډیرو کلیو کې د څښاک اوبه نه پیدا کیږي، د تازه مېوو بڼونه وچ شوي، فصلونه نه کیږي د همدې وچکالۍ له امله زما په ګډون لسګونه خلکو خپلو کورونه پرېښي او بیځایه شوي.»
د نوموړي په وینا چې یو وخت یې خپل باغ درلود او د خپلې ۹ کسیزې کورنۍ اړتیاوې به یې پرې برابرولې، اوس د بل چا بزګري کوي.
له نورو ولایتونو سربېره د نیمروز ولایت یو شمېر سیمې هم له سختې وچکالۍ سره مخ دي او اوسېدونکي یې وایې، د دغه ولایت په ډېرو سیمو کې وچکالي باغونه وچ کړي او خلک یې اړ دي چې نورو سیمو ته ګډه وکړي.
د نیمروز یو کروندګر محمد عمر زیاتوي: «دلته د ټولو خلکو ژوند پر زراعت او کرهڼه ولاړ دی، خو وچکالۍ دا هر څه له خاورو سره خاورې کړل، موږ پر بسته دوه کلیو باندې یو اینچ اوبه نهلرو، د ځمکې لاندې اوبه هم کمې شوي له ۱۵۰ تر ۲۰۰ مترو پورې څاه ګانې اوبه نه لري وچکالۍ له بد حالت سره مخ کړي یو.»
په همدې حال کې د چاپېریال ساتنې کارپوه محمد سلیم بهار وايي، که په افغانستان کې د اقلیمي بدلون له ناورین سره د مبارزې لپاره لازم مدیریت او لازمې سرچینې برابرې نهشي، نه جبرانېدونکې پایلې به ولري.
بهار زیاته کړه: «مسئولان ته په کار ده چې د وچکالۍ د مخنیوي لپاره په ټولو ولایتونو کې چکډیمونه جوړ کړي، دغه راز د اوبو د ضایع کېدو مخنیوی دې وکړي او همدارنګه د اوبو د مدیریت په برخه کې دې داسې پروژې پلې کړي چې بنسټیزې او راتلوونکې د وچکالۍ مخنیوی وکړي.»
بلخوا د ملګرو ملتونو ځانګړې استازولۍ یا یوناما خبرداری ورکړی چې افغانستان له سختې وچکالۍ سره مخ دی او پر نړیوالو هېوادونو یې غږ کړی چې بېړنۍ مرستې برابرې کړي، ځکه له کبله یې میلیونونه خلک د خوړو اوبو او عاید له نشتوالي سره مخ دي.
یوناما ویلي چې افغانستان اوس هم په هغو لومړيو لسو هېوادونو کې دی چې د اقلیمي بدلون تر ډېرو اغېزو لاندې دی او ډېر زیان ورته رسېږي.
د ملګروملتونو د بشري مرستو د همغږۍ ادارې یا اوچا هم ویلي، افغانستان د هغو لسو هېوادونو په ډله کې دی چې د اقلیمي بدلون او طبیعي پېښو ګواښونو سره مخ دی.
یادې ادارې زیاته کړې چې د اقلیمي بدلون له امله افغانستان کې کرنه او ورځنی ژوند له ګواښ سره مخ او افغانانو بېړنیو مرستو او ملاتړ ته اړتیا لري.