د ملګرو ملتونو د ښځو څانګه؛ افغانستان کې له هر ۱۰ نجونو ۸ یې له زدکړو بې برخې دي

د ملګرو ملتونو د ښځو څانګې وایې چې په افغانستان کې له هر لسو ځوانو ښځو څخه اته تنه یې له زدهکړو، روزنې او کار کولو محرومې دي. یادې څانګې په یو راپور کې ویلي چې افغان ښځې له نړۍوالو پراختیايي معیارونو شاته پاتې دي او دا وضیعت یې اندېښمنونکی بللی دی.
د راپور له مخې، د افغانستان د جنسیتي شاخص پر بنسټ، د ښځو او سړیو تر منځ په روغتیا، زدهکړه، اقتصادي مشارکت او پرېکړو نیولو برخو کې ۷۶ سلنه توپیر شته، چې افغانستان ته یې د نړۍ دویم تر ټولو پراخ جنسیتي واټن لرونکی هېواد مقام ورکړی دی.
راپور زیاته کړې له کله راهېسې چې طالبانو پر افغان نجونو او ښځو د متوسطه او لوړو زدهکړو، په ځانګړي ډول د طبي زدهکړې بندیز لګولی، د نجونو لپاره د متوسطه زدهکړو د بشپړېدو کچه ډېر ژر صفر ته رسېږي.
په راپور کې دا هم ویل شوي چې افغانستان د کار ځواک په برخه کې هم د نړۍ له تر ټولو لویو جنسیتي واټنونو څخه یو لري او اوسمهال افغان ښځې په منځنۍ کچه یوازې ۱۷ سلنې له خپلو پوره ظرفیتونو استفاده کولی شي، حال دا چې د نړۍ په کچه دغه سلنه ۶۰.۷ ده.
له دې څه موده وړاندې د ملګروملتونو د سرمنشي ویاند سټیفن دوجاریک ویلي و، که چېرې افغانستان کې روان وضعیت او د طالبانو محدودیتونه همداسې دوام وکړي، له ۴ میلیون ډېرې افغان نجونې به د زدهکړو د دوام له حقه محرومې شي.
هغه زیاته کړې وه، افغانستان کې دامهال ۲.۲ میلیون نجونې له زدهکړو محرومې دي او تمه لري چې دغه وضعیت دوام ونهکړي. نوموړي ټینګار کړی چې د نوي ۱۴۰۴ ښوونیز کال په پیل سره، شاوخوا ۴۰۰زره نورې نجونې هم د زدهکړو له حقه محرومې شوي دي.
دا داسې مهال دی چې شاوخوا درې نیم کاله کیږي چې له شپږم ټولګي پورته نجونې زدهکوونکې له زدهکړو محرومې دي. دغه موده کې طالبانو تل ویلي چې دغو نجونو زدهکوونکو ته د مناسبو شرایطو له برابرېدو وروسته به، د هغوی پر مخ د ښوونځیو دروازې پرانیستل شي.