د کرکټ نړیواله شورا؛ د افغانستان د ښځو د کرکټ لوبډله به په دوو نړیوالو سیالیو کې برخه واخلي

د کرکټ نړیواله شورا؛ د افغانستان د ښځو د کرکټ لوبډله به په دوو نړیوالو سیالیو کې برخه واخلي
Photo: Fariba Hotak

د کرکټ نړیوالې شوار (ICC) ویلي چې د افغانستان د ښځینه کرکټ لوبدله چانس لري، چې په نړیوالو سیالیو په ځانګړي ډول د ۲۰۲۵ کال د نړیوال جام په سیالیو کې ګډون وکړي.

دغه شورا په یوه بیان کې ویلي، دا نوښت یې د افغانستان د ښځينه کرکټ لوبډلې د ملاتړ او لاسنیوي په موخه کړی، ترڅو دغه لوبډله د نړیوالو سیالیو، لکه د ۲۰۲۵ کال د ښځو نړیوال جام او د راتلونکي کال ۲۰ اوریز جام چې په انګلستان کې ترسره کېږي، د ګډون مهم فرصتونه ترلاسه کړي.

د کرکټ نړیوالې شورا زیاته کړې چې دا نوښت د هند د کرکټ بورډ، انګلستان او ویلز او د اسټرالیا کرکټ (CA) سره په همکارۍ د پرمختګ په حال کې دی.

دا په داسې حال کې ده چې د کرکټ نړیوالې شورا په دې وروستیو کې د افغان ښځینه کرکټ لوبډلې د لوبغاړو د مالي ملاتړ لپاره یو ځانګړی صندوق هم جوړ کړي او دغه راز یې د دغه ټیم د ملاتړ لپاره د یوې ځانګړې کاري ډلې د جوړولو اعلان کړی و.

واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته یو شمېر افغان ښځينه ورزشکارانې او د بېلابېلو لوبډلو لوبغاړې له هېواده ووتې چې په دې ډله کې د ښځينه‌وو د کرکټ لوبډلې لوبغاړو هم افغانستان پرېښود او اوس کله کله په یو شمېر رسمي سیالیو کې لوبېږي.