طالبان ښځینه ډاکترانو ته د ختیځ زلزله ځپلو سیمو تګ اجازه نه ورکوي

طالبان ښځینه ډاکترانو ته د ختیځ زلزله ځپلو سیمو تګ اجازه نه ورکوي
Photo: Social Media

د ننګرهار ولایت په ختیځ کې یو شمېر ښځینه ډاکترانو ویلي، چې دوی غوښتل د کونړ او دره‌نور ولسوالیو کې د زلزله ځپلیو ښځینه ټپیانو ته روغتیایي خدمات وړاندې کړي، خو طالبانو ورته اجازه نه ده ورکړې.

یوې ښځینه ډاکترې، چې د نوم نه ښودلو په شرط یې خبرې کولې، وویل چې هغې او شپږ نورې ښځې—په دې کې قابله‌ها، نرسانې او متخصصې ډاکترانې شاملې وې—غوښتل چې په دره‌نور کې او وروسته په کونړ کې ښځو ته روغتیایي خدمات وړاندې کړي.

هغې وویل: «کله چې مونږ له ولایتي روغتیا ریاست څخه د امبولانس غوښتنه وکړه، مونږ ته اجازه ورنه کړل شوه او حتی ګواښ شول چې لاړ نه شو. هغوی وویل چې دا کار د ‘امر بالمعروف’ قانون خلاف دی او مونږ باید په کور کې پاتې شو. دا برخورد موږ ډېر ناامیده کړل.»

یوه بله ښځینه ډاکتره وویل، چې د زلزلې وروسته روغتیایي مرکزونه د ښځینه ډاکترانو له کمښت سره مخ شوي دي. نوموړې وویل: «که ښځینه ډاکتران اجازه ونه لري چې ښځینه ټپیان درملنه کړي، نارینه ډاکتران به دا کار په سختۍ ترسره کړي.»

هغې زیاته کړه، چې په ځینو سیمو کې مېندارې ښځې د خدماتو د نه شتون او پرله پسې پس‌لړزو له امله له وخت مخکې زیږون کړی او ماشومان یې ضایع شوي دي.

ډاکترانو د طالبانو نه غوښتنه وکړه، چې ښوونځي او پوهنتونونه دې د نجونو لپاره پرانیزي او ښځو ته دې اجازه ورکړي چې خپل تعلیم بشپړ کړي او د خپلې برخلیک ټاکنه وکړي.

سرچینې وایي، په روغتیایي مرکزونو کې ښځینه ډاکتران لا هم ډېر لږ دي، چې د ناروغانو د درملنې پر وخت ستونزې رامنځته کوي.

دا په داسې حال کې ده چې تېره شپه په کونړ، ننګرهار، لغمان او نورستان ولایتونو کې د زلزلې له امله لږ تر لږه ۸۰۰ کسان مړه شوي او ۲۵۰۰ نور ټپيان شوي، چې زیاتره یې ښځې او ماشومان دي.