برتانیا سفارت: پر افغان نجونو پر زده کړو د بندیز دوام اندېښمونکی بللی

د افغانستان لپاره برټانیا سفارت وایې، چې د طالبانو له لوري د افغان نجونو پرمخ د ښوونځيو او پوهنتونونو دروازو تړل کېدل او له زده کړو محرومول ناورین دی.
یاد سفارت په افغانستان کې د نوي تعلیمي کال د پیل په مناسبت د یوې اعلامېې په خپرولو سره ویلي، سږ کال به ۴۰۰ زره نورې افغانې نجونې له زده کړو محرومې شي.
اعلامیې کې د نجونو اوسنی وضعیت اندېښمونکی بلل شوی او زیاته کړې یې ده، چې د زده کړې امتیاز نه، بلکې یو حق دی او له طالبانو یې غوښتنه کړې چې د نجونو پر زده کړو لګول شوي بندیزونه لرې کړي.
بلخوا په افغانستان کې د اروپايي ټولنې استازولۍ ویلي چې زدهکړې د دغه هېواد د اوږدمهال پایښت او پرمختګ لپاره خورا اړینې دي.
په افغانستان کې د اروپايي ټولنې استازولۍ پر خپله اېکس کې لیکلي، چې په افغانستان کې د ټولو لپاره زدهکړې د دغه هېواد اوږدمهالې پایدارۍ او سوکالۍ لپاره حیاتي دي.
یاد بنسټ زیاته کړې چې زدهکړه والې مېرمنې د یوه پیاوړي، باثباته او پر ځان بسیا هېواد معمارانې دي.
له دې څو ورځې وړاندې هم یونیسف او یونسکو په افغانستان کې د نجونو د زده کړو پر بندیز نیوکه کړې وه او ویلي و، چې که دغه بندیز تر ۲۰۳۰ کال پورې دوام وکړي، تر څلور میلیونه ډېرې نجونې به د لومړنیو زده کړو له حقه محرومې شي.
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د ماشومانو وجهي صندوق زده کړې د ټولو افغانانو اساسي او حیاتي حق بللی دی. او ویلي، چې افغان نجونې د ښوونځيو د زنګ په انتظار کورونو کې «بندیوانې» ناستې دي.
د هېواد سړو سیمو کې نوی ښوونیز کال داسې مهال پیل شو چې طالبانو له تېرو درې نیمو کالو راهیسې د افغان نجونو پر وړاندې د ښوونځيو او پوهنتونو دروازې تړلې دي.
افغانان غوښتنه کوي، چې طالبان دې په هېواد کې د نجونو زده کړو ته اجازه ورکړي او نه دې پرېږدي چې د هېواد راتلونکی له ګواښ سره مخ شي.