طالبانو په تېره یوه اوونۍ کې د یوې ښځې په ګډون ۲۱ کسان په دُرو هلي

طالبانو په تېره یوه اوونۍ کې د یوې ښځې په ګډون ۲۱ کسان په دُرو هلي
Photo: Social Media

د هغه مالوماتو پر اساس چې د آر.ام میدیا د طالبانو له سترې محکمې ترلاسه کړي په کې جوته شوې چې د تېرې یوې اوونۍ پرمهال د افغانستان په کابل، سمنګان، لغمان، ننګرهار، پروان، هرات، سرپل او فاریاب ولایتونو کې د یوې ښځې په ګډون ۲۱ کسان د طالبانو د صحرایي محکمې له کبله په دُرو وهل شوي دي.

راټول شوي مالومات ښيي چې طالبانو د روانې اوونۍ (شنبه، لومړۍ د مارچ) په کابل کې څلور کسان د الکولي مشروباتو د پېرلو، پلورلو او ساتلو په تور هر یو په ۳۹-۳۹ دُرو ووهل  او دغه راز یې په دوه-دوه کاله تنفیذي بند هم محکوم کړي وو.

د همدې اوونۍ (یک شنبه،۲د مه مارچ) د طالبانو تر کنټرول لاندې سترې محکمې اعلان وکړ، چې په ننګرهار کې یې درې کسان « نامشروع اړیکو» په تور په دُرو وهلي او درې واړه کسان له یو تر دوو کلونو پورې پر بند او د ۳۹ دُرو پر وهلو محکوم شوي دي.

دغه راز طالبانو د خپل صحرایي محکمو په دوام د روانې اوونۍ (دوشنبه، ۳مه د مارچ) د لغمان په علیشنګ ولسوالۍ کې په بېلابېلو تورونو شپږ کسان عام محضر کې په دُرو وهلي وو.

دغه راز طالبانو په همدې ورځ په هرات ولایت کې یوې ښځې په ګډون درې کسان « د نامشروع اړیکو» په تور ۳۹-۳۹ دُرو وهلي او په دوه- دوه کلونو بند یې محکوم کړي وو.

همدارنګه طالبانو (سه شنبه،۴مه د مارچ) د پروان په بګرام ولسوالۍ کې دوه کسان د «نامشروع اړيکو» په تور هر  تورن په ۶ – ۶ کاله زندان او ۳۹ – ۳۹ دُرو محکوم کړي وو.

دغه راز (چهارشنبه،۵مه د مارچ) په سمنګان او سرپل ولایتونو کې دوه کسان د غلا په تور ۳۹-۳۹  په دُرو وهلي او په یوه- یوه کال تنفیذي بند یې محکوم کړي وو.

او همدارنګه د روانې اوونۍ (پنجشنبه،۶ د مارچ) طالبانو په فاریاب ولایت کې یې د  شرابو د څښلو او تولید په تور درې کسان په دُرو وهلي دي.

د سترې محکمې څخه په یوه خبرپاڼه کې زیاته کړې چې د دغو کسانو له ډلې دوه یې پر دوه کاله بند محکوم شوي او ۳۹ دُرې وهل شوي دي.

د طالبانو په وینا، د دغو کسانو له ډلې یو بل کس پر دوه میاشتي بند محکوم شوی او ۳۹ دُرې وهل شوی دی.

تېره اوونۍ هم طالبانو د هیواد په ۱۸ ولایتونو کې ۳۷ کسان د بېلابېلو جرمونو په تور عام محضر کې مجازات کړي وو.

بلخوا تازه د طالبانو د سترې محکمې ویاند عبدالرحیم راشد ویلي، چې په تېرو درېیو قمري میاشتو کې په ۱۹ ولایتونو کې د بېلابېلو جرمونو په تړاو پر ۱۸۰ کسانو شرعي احکام جاري شوي دي.

د هغه په خبره دا سزاوې په کندوز، فاریاب، کاپیسا، روزګان، کابل، غزني، تخار، بامیان، نیمروز، پروان، خوست، هرات، بغلان، نورستان، پکتیا، کندهار، پکتیکا، ننګرهار او سمنګان ولایتونو کې شاوخوا ۱۸۰ مجرمینو او تورنو کسانو ته عام محضر کې ورکړل شوي دي.

نوموړي په ټينګار سره ویلي، چې، په هېواد کې د شرعي احکامو د پلي کولو په بهیر کې به د هېڅ لوري فشارونو ته غاړه نه ږدي او همداراز یې په ډاګه کړې وه چې، نړۍ هم باید په افغانستان کې د شرعي احکامو د پلي کولو په تړاو له منفي تبلیغاتو ډډه وکړي.

دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو له لوري عام محضر کې دا ډول صحرایي محکمو په هیواد دننه او بهر سخت غبرګونونه راپارولي خو طالبانو په مقابل کې بیا هم دې ډول سزاوو ته دوام ورکړی دی.