له ایران او پاکستان د افغان کډوالو چټکه ستنېدنه

د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنري(یو.اېن.اېچ.سي.آر) وايي، یوازې تېرو ۲ میاشتو کې له ایران او پاکستان څخه تر ۵۰۰ زرو ډېر افغان کډوال په زور ایستل شوي.
دغه کمېشنرۍ د بهرنیو مرستو د کمېدو له امله خبرداری ورکړی او زیاته کړې یې ده، چې پر د مرستو د کمېدو له امله په دغه هیواد کې لوږه زیاته شوې ده.
دوی دغه راز د افغان کډوالو د ناڅرګند برخلیک په اړه هم اندېښنه ښودلې او زیاته کړې یې ده، چې راستانه شوي کډوال تر بل هر وخت اوس مرستو ته اړتیا لري.
بلخوا د کډوالو نړیوال سازمان «ای او ایم» ادارې د یو تازه راپور په خپرولو سره ویلي، چې په تېره یوه اوونۍ کې تر یو لک زیات افغان کډوال له پاکستان او ایران وطن ته ستانه شوي.
په راپور کې وړاندې راغلي چې د مې له ۱۸مې تر ۲۴پورې ۶۱ زره او ۱۳۲ کسان له ایرانه او ۴۳ زره او ۷۴۱ کسان بیا له پاکستانه افغانستان ته ستانه شوي دي.
په همدې حال کې پاکستان پرېکړه کړې، چې د غیرقانوني بهرنیانو په ځانګړي توګه د افغان وګړو پر وړاندې خپل اقدامات نور هم زیات او ګړندي کړي.
بلخوا د ایران حکومت هم د افغان کډوالو لپاره ضرب العجل ټاکلی او پر افغان کډوالو د ژوند کړۍ راتنګه کړې ده.
د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ د مالوماتو پر اساسچې په تېرو څه کم څلور کلونو کې له پېنځه میلیون ډېر افغان کډوال له بهر څخه هېواد ته راستانه شوي دي.