ایراني پولیسو ۱۱۵ افغان کډوال نیولي

ایراني رسنیو خبر ورکړی چې د دغه هیواد پولیسو د سیستان او پلوچستان ولایت اړوند«سراوان»ولسوالۍ په مربوطاتو کې ۱۱۵ غیر قانوني افغان کډوال نیولي دي.
د ایران خبري اژانس د راپور له مخې، د ايران د سراوان د پوليسو قوماندان حسینعلی سنچولي ویلي، چې یاد کسان د قانوني اسنادو نشتون، د ټولینز امنیت د ښه والي د پلانپلي کېدو په موخه نیول شوي دي.
د ایران د نوي ولسمشر په توګه د مسعود پزشکیان له ټاکل کېدو وروسته په دغه هیواد کې د افغانانو نیولو لړۍ چټکه شوې او دغه راز د ایران حکومت اعلان کړی، چې د روان کال تر پایه به دوه میلیونه غیر قانوني افغان کډوال له دغه هیواد وباسي.
له ایران سربېره په پاکستان کې هم پولیسو د افغان کډوالو د نیولو لړۍ ګړندۍ کړې ده او پر کډوالو یې د ژوند کړۍ راتنګه کړې ده.