طالبانو ننګرهار کې ۱۳ کسان د موسیقۍ غږولو په تور نیولي

ننګرهار کې ځایي سرچینو (آر.ام میډیا) ته ویلي چې د دغه ولایت په کامې ولسوالۍ کې د طالبانو د امربالمعروف او نهې عن المنکر ادارې محتسبینو د واده د شاه (د واده زلمي) په ګډون ۱۳ کسان د موسیقۍ غږولو په تور نیولي دي.
سرچینو زیاته کړې چې طالبانو یاد کسان وړمه شپه د کامې ولسوالۍ «داربنګ» قریه کې د واده مراسمو پرمهال نیولي او له ځان سره یې ولسوالۍ ته بېولي دي.
سرچینو ویلي چې طالبانو یاد کسان داسې مهال نیولي چې د واده مراسمو د خوښۍ لپاره د شاه (واده زلمي) ملګري، خپل او خپلوان راټول شوي وو او موسیقي یې غږوله.
په سیمه کې یوې بلې سرچینې هم د طالبانو له لوري د موسیقۍ غږولو په تور د یادو کسانو نیول کېدل تایید کړي او زیاته کړې یې ده، چې ټاکل شوې د واده مراسم راتلوونکې جمعې ورځ ترسره شي خو لا د دوو شپو په تېرېدو د واده زلمی (شاه) له طالبانو سره بندي دی.
د سرچینې په خبره طالبانو د واده له مراسمو ځایه د موسیقۍ الات هم له ځانه وړي او نیول شوي کسان لا تراوسه په ولسوالۍ کې بندیان دي.
طالبانو له دې څه موده وړاندې په لغمان ولایت کې هم ګڼ شمېر کسان د موسیقۍ غږولو په تور نیولي وو، چې په کې د واده زلمی (شاه) هم شامل وو.
طالبانو د خپلې تېرې څلور کلنې واکمنۍ پرمهال د موسیقۍ پر غږولو بندیز لګولی او دا کار یې د اسلامي شریعت خلاف عمل بللی دی.