طالبانو پر شطرج لوبه بندیز ولګاوه

طالبانو په افغانستان کې د شطرج پر لوبه د محدودیت لګولو په لړ کې دا لوبه تر نامعلوم وخته ځنډولې ده.
د افغانستان د ورزش ادارې ویاند اتل مشواڼي ویلي، د شطرنج فدراسیون د رهبرۍ په کچه د ستونزو او ددې رشتې په اړه د 'شرعي ملاحظاتو' له امله شطرنج لوبه په هېواد کې تعلیق شوې ده.
هغه په وینا د شطرنج لوبې په اړه د دیني څېړنو ترسره کولو او د شطرنج فدراسیون د مشرتابه په کچه د بې نظمیو له پای ته رسولو وروسته، د سپورت ادارې تر چتر لاندې د شطرنج لوبې د بیا پیلولو په اړه به پرېکړه وشي.
په افغانستان کې د شطرنج رسمي لوبې د شطرنج ملي فدراسیون له لوري مدیریت کېږي او یوه ملي لوبډله هم یې شته.
طالبانو تر دې وړاندې د آزادې مبارزې پر سیالۍ هم بشپړ بندیز وضع کړی و او پر ځینو نورو یې محدودیتونه وضع کړي وو.