یونیسف: د اوبو ناورین د افغان ماشومانو ژوند ګواښي

یونیسف: د اوبو ناورین د افغان ماشومانو ژوند ګواښي
Photo: RM Media
یونیسف: د اوبو ناورین د افغان ماشومانو ژوند ګواښي

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق یا یونیسف استازی تاج‌الدین ایو وال وايي، د اوبو ناورین د افغان ماشومانو ژوند ګواښي.

نوموړي پر اېکس لیکلي په روان زېږدیز کال کې باید د افغانانو، په تېره د افغان ماشومانو د ملاتړ په موخه د اوبو ناورین پر وړاندې مبارزه چټکه شي.

هغه زیاته کړې چې یونیسف په تېر زېږدیز کال کې د ماشومانو په ګډون، یو میلیون افغانانو ته مرستې رسولې دي.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق تر دې مخکې ویلي و چې په ۲۰۲۴ کال کې له ۳۸زرو ډېر افغانان چې نیمايي یې ماشومان دي، د اوبو او هوا حالاتو د بدلون له کبله بې‌ځایه شوي دي. ‎

دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې د هیواد په زیاتره سیمو کې د ځمکې لاندې د اوبو کچه ټيټه شوې چې خلک یې اندېښن کړي دي.