پر ښځو د طالبانو د بندېزونو دوام؛ کندهار کې ښځې له کوچنیو خوړنځیو منع شوي

په کندهار کې یو شمېر سرچینو ویلي چې په دغه ولایت کې د طالبانو د امر بالمعروف ریاست له لوري ښځو ته اجازه نه ورکول کېږي، چې له کوچنیو خوړنځیو، شېریخخانو، چای خانو او ورته عامو ځایونو څخه استفاده وکړي که څه هم په یادو ځایونو کې د ښځو لپاره برخې جلا شوي دي.
سرچینو زیاته کړې چې د امربالمعروف محتسبین د ښار په بېلابېلو برخو کې په دوامداره توګه د ورځې او د شپې تر ناوخته ګزمې کوي او دغه راز یې د رسټورانټونو مالکینو هم خبرداری ورکړی، چې ښځو ته دې د ډوډۍ خوړولو اجازه نه ورکوي.
د سرچینو د مالوماتو له مخې د امربالمعروف محتسبین د ګزمو پرمهال خلک د تالاشۍ لپاره دروي او که په موټر کې ورسره ښځې موجودې وي، نو د نکاح خط غوښتنه ترې کوي.
په ورته مهال له کندهار سربېره په کابل کې هم د طالبانو د امر بالمعروف وزارت محتسبانو د ښار په بېلابېلو سیمو کې پر یو شمېر رسټورانټونو چاپې وهلې دي او پر هغه رسټورانټونو یې څار زیات کړی چې کورنۍ له خپلو ښځو سره د ډوډۍ خوړلو لپاره ځي.
د سرچینو په وینا، په دې وروستیو ورځو کې د طالبانو د امر بالمعروف محتسبانو څار زیات شوی او د ښار په بېلا بېلو واټونو کې ښځو ته د ماسک اچولو او مخ پټولو لارښوونې کوي.
طالبانو د خپلې ترې څه دپاسه څلور کلنې واکمنۍ پرمهال نجونې له ښوونځیو، پارکونو او نور ټولنیزو فعالیتونو راګرځولي او پر دوی یې د ژوند کړۍ راتنګه کړې ده.