طالبانو په افغاني رسنیو کې پر تفریحي او کومېډي خپرونو بندیز لګولی

د طالبانو د امر بالمعروف وزارت په کابل کې د رسینو له مسوولینو سره په لیدنه کې په ټلويزونونو او راډيوګانو د تفریحي او کومېډي خپرونو پر چمتو کولو او نشرولو بندیز لګولی دی.
امر بالمعروف وزارت مسوولانو کوميډي او تفریحي خپرونې د ديني اوامرو خلاف عمل بللی او سملاسي یې د کابل په ګډون د هیواد په ټولو ولایتونو کې رسنیو ته امر کړی چې دغه ډول خپرونې بندې کړي.
د امر بالمعروف لخوا پر رسنيو يو بل بنديز بيا د خپرونو او خبرونو په وقفه(دمه) کې د موسيقۍ بګراونډ لرونکو اعلاناتو او د موسيقۍ لرونکو زيګنالونو بندول دي.
واک ته د طالبانو په رسېدو سره پر افغاني رسنیو محدودیتونه زیات شوي او پر خبریالانو دا ډول محدودیتونه ورځ تربلې مخ په زیاتیدو دي.
د طالبانو د امر بالمعروف وزارت له دې وړاندې د هیواد په بېلابېلو ولایتونو کې د ساه لرونکو انځورونو پر خپرولو هم بندیز لګولی و.