طالبانو په سمنګانو کې یو هلک او نجلۍ له کوره د تېښتې په تور نیولي
طالبانو په سمنګانو کې یو هلک او نجلۍ له کوره د تېښتې په تور نیولي
د سمنګانو ولایت سیمه ییز چارواکي خبر ورکوي چې، د کابل-مزار شریف پر لویه لاره یې یوه نجلۍ او هلک له کوره د تېښتې په تور نیولي دي.
د سمنګانو امنیه قومندانۍ څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې دغه هلک او نجلۍ یې(جمعه،۱۶د لېندۍ)د کابل-مزار شریف پر لویه لاره د«رباتک»سیمه کې نیول شوي.
خبرپاڼې زیاته کړې چې هلک او نجلۍ دواړه د کابل اوسېدونکي وو، چې له کوره له تېښتې وروسته یې غوښتل مزار شریف ته ولاړ شي چې پر لاره ونیول شول.
د خبرپاڼې د مالوماتو له مخې نیول شوي کسان به د نورو څیړنو په موخه عدلي او قضایي ادارو ته وسپارل شي.
دا په داسې حال کې ده چې له دې وړاندې هم طالبانو په بېلابېلو ولایتونو کې لسګونه نجونې او هلکان له کوره د تېښتې په تور عام محضر کې په درو وهلي او دغه راز په یو کال بند یې محکوم کړي دي.
په دې وروستیو کې له کوره د نجونو د تېښې قضیې زیاتې شوي چې، لامل یې تر ډیر پر نجونو د طالبانو له لوري وضعه شوي محدودیتونه، په بدو کې د نجونو ورکړه او نور لاملونه بلل کیږي.