ملګري ملتونو په افغانستان کې د میندو مړینې کچې د لوړیدو خبر ورکړ

ملګري ملتونو په افغانستان کې د میندو مړینې کچې د لوړیدو خبر ورکړ
Photo: RM Media

د ملګرو ملتونو بشري چارو د همغږۍ دفتر (اوچا) له لوري په خپور شوي رپوټ کې راغلي، چې افغانستان کې زیاتره ښځې او نجونې له سخت روغتیايي بحران سره مخ دي چې له همدې کبله په دغه هیواد کې د مور او ماشوم مړینه زیاته شوې ده.

په راپور کې یاد دفتر په افغانستان کې د میندو د مړینې د لوړې کچې په اړه خبرداری ورکړی او ویلي چې په افغانستان کې د میندو د مړینې کچه د نړیوال اوسط په پرتله درې چنده لوړه ده.

اوچا یو ځل بیا د طالبانو له لوري د افغان ښځو لپاره د طبي انستیتیوتونو په تړلو نیوکه وکړه او ویلي یي دي، چې دا فرمان به په اوږد مهال کې د افغانستان د روغتیا سکتور لپاره ستونزې رامینځته کړي.

د ملګرو ملتونو د راپور له مخې په هرو سل زرو زیږونونو کې له شپږسوه څخه زیاتې میندې د زیږون پرمهال مري، چې دا د نړۍ د اوسط څخه نږدې درې چنده ده.

بلخوا د روغتيا نړيوال سازمان وروستيو رپوټو له مخې، افغاستان اوس هم له هغو هېوادونو دی، چې د زېږون پر مهال د مور او ماشوم د مړينې کچه په کې ډېره لوړه ده.

روغتيايي خدمتونواو مسلکي روغتياپالانو ته د لاسرسي نشتوالی یې لوی لاملونه بلل کېږي.

د یاد سازمان د مالوماتو له مخې د دغه هیواد په ښارونو کې ۴۰ سلنه او کليوالو سيمو کې شاوخوا اتيا سلنه ميندې خپل ماشومان په کورونو کې زېږوي، چې د مړينې خطر ورسره لا لوړېږي.  

په ورته مهال د نسايي ولادي برخې متخصصین په هېواد کې د میندواره ښځو د مړینې کچې زیاتېدو څخه د اندېښنې په ښودو، اقتصادي فقر او روغتونونو ته د اسانه لاسرسي نه شتون، د مور د مړینې اصلي لاملونه بولي.

مونږ هڅه وکړه په دې اړه د طالبانو د عامې روغتیا وزارت د چارواکو نظر هم ولرو، خو بریالي نشو.

د ملګروملتونه او د روغتیا نړیوال سازمان داسې مهال افغانستان کې د اومیندواره مېرمنو وضعیت څخه اندېښنه ښيي، چې د ملګروملتونو د بشردوستانه مرستو د همغږۍ دفتر شمېرو پر اساس، افغانستان کې څلورو اومیندواره مېرمنو څخه یوه یې په خوارځواکۍ اخته ده.