لغمان کې د طالبانو امربالمعروف محتسبنو ۱۰۹ د موسیقۍ غږولو آلې سوځولي

لغمان کې د طالبانو امربالمعروف محتسبنو ۱۰۹ د موسیقۍ غږولو آلې سوځولي
Photo: Bakhtar News

په لغمان کې د طالبانو تر ولکې لاندې باختر اژانس راپور ورکړی، چې د دغه ولایت په علینګار ولسوالۍ کې د امربالمعروف ریاست محتسبینو ۱۰۹ د موسیقۍ غږولو آلې سوځولي دي.

راپور زیاته کړې چې دغه آلې په تېره یوه میاشت کې د یادې ولسوالۍ له مختلفو سیمو څخه محتسبینو د خلکو د خوښیو مراسمو پرمهال د موسیقۍ غږولو په پلمه راټولې کړي او سوځولي دي.

له دې وړاندې د امربالمروف وزارت مسوولان ویلي و، چې په تېرکال کې یې په هېواد کې د موسیقۍ ۲۱۳۲۸  الې سوځولي او ګڼ شمېر کسان یې د موسیقۍ غږولو او اورېدلو په تور نیولي دي.

دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې د امربالمعروف ریاست محتسبینو د هیواد په بېلابېلو سیمو کې ګڼ شمېر ځوانان د موسیقۍ غږولو په پلمه نیولي او بندیان کړي دي.

طالبانو په ټول هیواد کې د موسیقۍ پر غږولو او اورېدلو بندییز لګولی او دا چاره یې د اسلامي شریع خلاف عمل بللی دی.

پر موسیقۍ له بندیز وروست خلک هم شکایت کوي چې د خوښيو مراسم یې له موسیقۍ پرته پيکه شوي او طالبانو په خپلو سختو بندیزونو سره له عامو خلکو خوښي اخېستې ده.