شپږ افغان لوبغاړي اذربایجان کې د بایسکل ځلغونې نړیوالو سیالیو کې ګډون کوي

د افغانستان د بایسکل ځغلونې فدراسیون وایي، چې شپږ افغان لوبغاړي به د ایران په کوربهتوب د «ټور اذربایجان» په نوم د بایسکل ځغلونې نړۍوالو سیالیو کې ګډون وکړي.
د یاد فدارسیون څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې ټاکل شوې چې دا سیالۍ راتلوونکې اوونۍ د ایران په تبریز ښار کې پیل شي، چې لوبغاړي به په کې ۹۰۰ کیلومتره واټن په پنځو ورځو کې ووهي.
د یو بل خبر له مخې ټاکل شوې چې د افغانستان د فوټبال له ۱۷ کلنو کمعمره ملي لوبډله د مرکزي اسیا اتلولۍ «کافا» سیالیو په لړ کې نن د ترکمنستان له لوبډلې سره لوبه وکړي.
په دغو سیالیو کې د افغانستان په ګډون، د ایران، اوزبېکستان، تاجکستان، قرغزستان او د ترکمنستان د فوټبال لوبډلې برخه لري.
د یادونې ده چې افغان لوبډلې تېر کال د دغو سیالیو اتلولي ګتلې وه.