ننګرهار کې د نارنج ګل دودیزه مشاعره ترسره شوه

د ننګرهار مرکز جلال اباد ښار سراج العمارت تاریخي بڼ کې د نارنج ګل دودیزه مشاعره ترسره شوه.
په دې مشاعره کې د هېواد له بېلابېلو سیمو څخه ګڼ شمېر لیکوالانو، شاعرانو، د ادب مینوالو او له کوزې پښتونخوا څخه راغلیو شاعرانو د خپلې خوښې شعرونه ولوستل.
د مشاعرې یو شمېر ګډنوال شاعران نېوکه کوي چې شعرونه یې له وړاندې سانسور شوي او حتا ځینو شاعرانو ته د انتقادي شعرونو له کبله په مشاعره کې د ګډون اجازه هم نه ده ورکړل شوې.
د شاعرانو په وینا چې نارنج ګل دودیزې مېلې او مشاعرې سیاسي رنګ اخیستی او د تېر په څېر پکې په خپلواکه توګه شاعران او مینه وال ګډون نه شي کولای.
هغوی ویلي، چې په نارنج مشاعره کې د شاعرانو شعرونه د اطلاعات و او فرهنگ ریاست د ځانګړې کمېټې له لوري له وړاندې ارزول شوي او له تایید وروسته مشاعره کې ولوستل شول.
نارنجګل هغه مشاعره ده چې د هر پسرلي په پیل سره په ننګرهار ولایت کې تر سره کېږي او د هېواد له بېلابېلو ولایتونو څخه ورته ګڼ شمېر شاعران ورځي.
د دې تر څنګ په کندهار کې د انارګل په نوم مشاعره هم یو له مشهورو مشاعرو څخه ده چې د شعر ګڼ شمېر مینهوال او شاعران پهکې ګډون کوي.