طالبانو په ننګرهار او فاریاب ولایتونو کې ۶ کسان په درو وهلي دي

طالبانو په ننګرهار او فاریاب ولایتونو کې ۶ کسان په درو وهلي دي
ننگرهار ولایت

د طالبانو سترې محکمې خبر ورکړی چې په ننګرهار او فاریاب ولایتونو کې یې د بیلابیلو جرمونو په تور د یوې ښځې په ګډون شپږ کسان عام محضر کې مجازات کړي دي.

د سترې محکمې څخه(یکسنبه،د عقرب۶مه)په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې، ننګرهار کې یې د یوې ښځې په ګډون درې کسان د نامشروع اړیکو، له کوره د تېښتې او غلا په تور ۳۹-۳۹ دُرې وهلي دي.

خبرپاڼې زیاته کړې چې د یادو کسانو له ډلې یوه ښځه له کوره د تېښتې په تور ۳۹ درې وهلې ده او دغه راز یو نارینه له یوې اته کلنې نجلۍ سره د نامشروع اړیکو درلودلو په تور ۳۹ درې وهلې او په دوه نیم کاله بند محکوم شوی دی.

په همدې حال د فاریاب په دولت اباد ولسوالۍ کې هم یو کس د زنا په تور ۳۹ دُرې او څلور کاله بند محکوم شوی دی.

له دې څو ورځې وړاندې په خوست ولایت کې هم طالبانو د بیلابیلو جرمونو په تور ۱۷ کسان مجازات کړي وو.

د مالوماتو پر اساس په تیره یوه میاشت کې د هیواد په بیلابیلو ولایتونو کې د مختلفو جرمونو په تور له دیرشو زیات کسان عام محضر کې په درو وهلي دي.

د نړیوالې ټولنې او بشري حقونو د سازمانونو پر نیوکو سربېره هم طالبان په درو د تورنو کسانو وهلو ته دوام ورکوي