طالبانو په تېره یوه اوونۍ کې د یوې ښځې په ګډون ۱۶ کسان په درو وهلي

د طالبانو سترې محکمې د شمېرو او د (آر.ام میډیا) د موندنو پر اساس طالبانو په تېره یوه اوونۍ کې د هیواد په څلور ولایتونو کې د یوې ښځې په ګډون ۱۶ کسان په درو وهلي دي.
د دې موندنو پر بنسټ یاد کسان په کابل، کاپیسا، فاریاب او غزني ولایتونو کې طالبانو له (واده پرته اړیکو درلودلو، له کوره د تېښتې، د نشه یي توکو د قاچاق، او د شرابو د پېر او پلور) په تور نیولي دي.
همدارنګه تورونو کسانو ته له ۱۰ تر ۳۹ درو پورې عام محضر کې سزا ورکړل شوې او دغه راز هر یو یې له شپږ میاشتو تر درې کلونو پورې په تنفېذي بند محکوم شوي دي.
ویل کیږي چې دا حکمونه د طالبانو د سترې محکمې په تائید سره پلي شوي او دغه کسانو ته د طالبانو او عامو خلکو په مخ کې سزا ورکړل شوې.
طالبانو په تېره څه باندې څلور کلنه واکمنۍ کې د بېلابېلو تورونو له امله سلګونه نارینه او ښځو ته د خلکو په مخ کې د درو وهلو سزاوې ورکړي او پر یو شمېر کسانو د «قصاص حکم» پلی شوی دی.
که څه هم د طالبانو دې ډول کړنو د نړیوالو توند غبرګونونه راپارولي او قانوني محکمې ته له لاسرسي پرته د تورنو کسانو مجازات کول یې غندلي، خو طالبانو دغه غبرګونونو ته توجه نه ده کړې او د خپل مشر د فرمانونو پر اساس په عام محضر کې په درو د خلکو وهل او قصاص پلي کوي.