طالبانو په پکتیکا کې یو ښوونکی پر عصري زده د ټينګار له امله زنداني کړی

طالبانو په پکتیکا کې یو ښوونکی پر عصري زده د ټينګار له امله زنداني کړی
Photo: Social Media

په پکتیکا کې ځایې سرچینو تایید کړې چې په دغه ولایت کې د عبدالعلیم خاموش په نوم یو ښوونکی پر عصري زده کړو د ټینګار له امله طالبانو نیولی او هغه یې زنداني کړی دی.

سرچینو زیاته کړې چې نیول شوی ښوونکی د پکتیکا ولایت جاني خېلو ولسوالۍ اړوند په «جلال زوی» سیمه کې د یوې لېسې ښوونکی و او وروسته له هغه طالبانو نیولی، چې نوموړي د لېسې زده کوونکو ته د خبر پرمهال له ديني زده کړو سربېره د عصري علومو پر زده کړې هم ټینګار کړی و.

 د سرچینو د مالوماتو له مخې له یادو خبرو وروسته د طالبانو استخباراتو عبدالعلیم خاموش نیولی او ویل کیږي، چې د «فساد د ترویج» په تور له محاکمې وروسته په دوه کاله تنفیذي بند هم محکوم شوی دی.

له دې څه موده وړاندې طالبانو د «قلم لار» ټولنې مشر او د نجونو د زدکړې فعال مطیع الله ویسا هم نیولی و او له اوو میاشتو زنداني کېدو وروسته خوشی کړی و.

ویسا له څه باندې یوې لسیزې راهیسې په لېرې پرتو سیمو کې ماشومانو ته د زدکړو اسانتیاوو برابرولو لپاره هڅې کولې خو د طالبانو له نیول کېدو وروسته یې دا فعالیتونه په ټپه درېدلي دي.

طالبانو له دې وړاندې هم ګڼ فعالان او خبریالانو په بېلابېلو پلمو نیولي او زنداني کړي دي.  د ملګرو ملتونو چارواکو او د بشري حقونو نورو فعالانو د طالبانو له لوري دا ډول نېونې غندلي، خو له دې سره سره بیا هم طالبانو د فعالانو د نیولو لړۍ دوامداره ساتلې ده.