دایکندي ولایت کې ملکي مامورینو ته د طالبانو امربالمعروف د نوي قانون تدریس ورکول کیږي
په دایکندي ولایت کې ځایي سرچینې وایې، چې په دغه ولایت کې د طالبان له لوري دولتي مامورینو ته د«امر بالمعروف او نهى عن المنکر»قانون په اړه تدریس پیل شوی دی.
سرچینې زیاته کړې چې د دغه قانون تدریس مامورینو ته د ماسپښين د لمانځه د وقفې پرمهال د امربالمعروف ادارې د محتسبانو له لوري ورکول کیږي.
په همدې حال کې د دایکندي ولایتي ادارې هم د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره تائید کړې، چې په دغه ولایت کې ټولو دولتی مامورینو ته یې د «امر بالمعروف او نهى عن المنکر» قانون تدریس او تفسیر پیل کړی دی.
د دایکندي د والي له دفتره په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې اوسمهال د دغه قانون تدریس په مرکز کې پیل شوی او په پلان کې لري چې له مرکز سربیره ولسوالیو ته هم وغځوي.
که څه هم د طالبانو حکومت د«امر بالمعروف او نهى عن المنکر»قانون پر پلي کیدو ټینګار کوي، خو د دغه قانون توشیح کیدو په کور دننه او بهر سخت غبرګونونه راپارولي دي.
د«امر بالمعروف او نهى عن المنکر»قانون چې د طالبانو د مشر لخوا توشیح شوی قانون څلور فصلونه او ۳۵ مادې لري، د قانون په څلورمې ماده کې راغلي، دا قانون پر ټولو ادارو او هر هغه چا پلی کېږي چې افغانستان کې اوسي.
بلخوا تازه د طالبانو امربالمعروف او نهى عن المنکر وزیر، خالد حنفي ویلي چې د بالغو ښځو غږونه حتی د نورو بالغو ښځو لپاره«حرام»او منع دي.
خالد حنفي په یوه غږیز کلیپ کې ویلي، چې حتا یوه بالغه ښځه اجازه نه لري چې بلې ښځې ته د لمانځه پر مهال «الحمدلله او سبحان الله» ووایي.
په دغه قانون کې تر ډیره محدودیتونه پر ښځو لګول شوي او په عامه ځایونو کې د ښځو غږ او د هغوی د مخونو شتون هم منع کوي او دغه راز د ښځو غږ په عامه ځایونو کې حرام بلل شوی دی