کابل ښاریان به په ۲۰۳۰ کال کې د څښاک اوبو ته لاسرس ونه لري

یو غیر دولتي سازمان «مرسي کورپس» په کابل کې د ځمکې لاندې د اوبو کمښت له امله خبرداری ورکړی دی.
یاد سازمان په یوه راپور کې ویلي چې کابل کې له ځمکې لاندې اوبو څخه ګټه اخیستنه د پام وړ ډېره ده او تقریبآ د دغه ښار تر نیمايي څاګانې وچې شوي.
راپور زیاته کړې چې د افغانستان پلازمېنه کابل به په نړۍ کې یوازینی عصري ښار وي، چې ۷ میلیونه اوسېدونکي به یې په ۲۰۳۰ کال کې د څښاک پاکو اوبو ته هېڅ لاسرسی ونه لري.
د یاد سازمان څېړنو ښودلې چې د چټکې ښاري پراختیا او اقلیمي بدلونونو له امله په تېرو لسو کالو کې د کابل ښار ځمکې لاندې اوبو کچه ۳۰ مټره ښکته شوې چې د کابل نیمايي څاه ګانې ورسره وچې شوې دي.
راپور کې راغلي چې پلازمینه کابل کې د اوبو ککړتیا ډېره شوې او شاوخوا ۸۰ سلنه د ځمکې لاندې اوبه د فاضله اوبو، مالګینوالي او زهرجن ارسنیک له امله ککړې دي.
د «مرسي کورپس» په نامه نادولتي سازمان زیاته کړې واک ته د طالبانو ډلې په رسېدو سره درې میلیارده ډالره نړیوالې مرستې د اوبو پروژو برخه کې قطع شوې دي.
دا مرستې په افغانستان کې د یوه مشروع او قانوني حکومت د نه موجودیت او د طالبانو له حاکمیت له امله تړل شوې دي، چې له امله یې کابل ښاریان له حیاتي مادې بې برخې کېږي.
د څښاک اوبو کمښت ستونزه د کابل اوسېدونکو لپاره تازه ننګونه نه ده، بلکې کلونه کیږي چې ورسره لاس او ګرېوان دي.کابل ښاریان د پاکو اوبو له شدید کمښت سر ټکوي او خبرداری ورکوي، چې د ښار په اکثرو سیمو او څنډو کې څاه ګانې وچې شوې دي.