د خټو له منځه تر ډوډۍ پورې: د کلیوالو ښځینه بزګرانو د ژوند کیسه

د هیواد په ځینو ولایتونو کې د کرنې او مالدارۍ په برخه کې پر کار بوختو ښځو شمېر ډېر شوی او دامهال سلګونه مېرمنې له دې لارې خپلو کورنیو ته نفقه برابروي.
د کاپیسا ولایت د نجراب ولسوالۍ اوسېدونکې ۴۰ کلنه نجیبه وايي، چې د خپلې شپږ کسېزې کورنۍ یوازینۍ ډوډۍ راوړنکې ده او په وینا یې چې د عاید یوازینۍ سرچینه یې کرنه ده او له دې لارې د خپلې کورنۍ اړتیاوې برابروي. هغه چې د کورنۍ سرپرسته هم ده وایي، په خپله څلور جریبه ځمکه فصل کري او له همدې لارې خپلې ورځنۍ چارې مخته وړي.
د هغې په خبر خاوند یې له دې وړاندې د جمهوري حکومت پرمهال یو نظامي افسر و، چې د یوې ماین چاودنې پرمهال وژل شوی او هغه هم د ښوونځي ښوونکې وه، حو له تېرو درېیو کلونو راهېسې له دندې ګوښه شوی او د خپلو شپږو اولادونو سرپرستي کوي.
نوموړې زیاتوي د فقر او بېکارۍ په دلیل یې په ښځینه ځان بزګرۍ ته مخه کړې او په ډېرې سختۍ له دې لارې د ژوند اوتیاووې پوره کوي.
نجیبه زیاتوي: «پنځه کلونه کیږي کونډه شوې یم او له کله مې چې خاوند مړ شوی د شپږو اولادونو سرپرستي زما تر غاړې ده، مخکې مې دنده وه او زمونږ ځمکه به بل چا په دهقانۍ کرله خو له کله چې بې دندې شوې یم نو ما په خپله دهقانۍ ته مخه کړې سږکال مې غنم، تازه سبزجات په څلور جریبه ځمکه کرلي بله چاره نه لرم له همدې ځمکې خپلې اړتیاوې پوره کوو.»
د هغې په خبره په خپلو سیمو کې د نارینهوو په څېر، پر کروندو کې پر کار بوخته وي او په وینا یې، دې برخه کې یې معیاري روزنه نهده ترلاسه کړې او د کورنۍ له مشرانو یې زدهکړې. نوموړې وایې
د حاصلاتو د بازار نشتون، د اصلاح شویو تخمونو نشتون، د اوبو کمښت او د بڼوالو نه ملاتړ د هغوی پر وړاندې جدي ستونزې دي.
هغه ګیله منه ده چې تراوسه ورسره د کرنې ریاست او مرستندویه بنسټونو له لوري د اصلاح شویو تخمونو، کیمیاوي سرو او نورو برخو کې هېڅ ډول مرسته نه ده شوې او دغه راز کرنه لاهم په دودیز ډول کیږي او د عصري کرنې لپاره هڅې نه دي شوي.
نجیبه زیاتوي: «زیاتره وخت زمونږ فصلونه افتونه له منځه وړي او دغه راز تازه سبزجات ښه بازار هم نه لري، نو همدا لامل دی چې ما ته په دهقانۍ کې ډېره ګټه نه پاتې کیږي او مالي زیان سره مخ یم.»
د لغمان علیشنګ ولسوالي اوسېدونکې زرمینه چې د لس کسېزې کورنۍ سرپرستي ورتر غاړې ده وايي، چې پر خپله یو نېم جریب ځمکه یې بېلابېل سبزیجات کرلي او په کروندو کې د کار کول خپلې کورنۍ ته د ډوډۍ برابرولو یوازینۍ هیله ده او په وینا یې، له دې لارې خپل لګښتونه پوره کوي.
هغه واېی چې له نږدې لسو کلونو راهیسې پر کرنه بوخته ده او دا کار یې له خپل پلار زدهکړی، وايي، سیمه کې یې د ډېرو مېرمنو د عاید یوازینۍ سرچینه، همدا کرنه ده او له دې لارې د خپلې کورنۍ اړتیاوې برابروي.
زرمینه زیاتوي: «دوه کاله کېږي چې پر کرنه بوخته یم، رومیان، بامیه، ترکاري او نور سبزیجات کرم چې نیمه یې خرڅوم او یوه اندازه یې ګاونډیو ته وروړم چې راته یې خرڅ کړي، له همدې لارې د خپلو اولادونو اړتیاوې پوره کوو؛ تراوسه چا روزنه نهده راکړې کله چې کوچنۍ وم پلار به کښت کاوه، موږ به ورسره تللو او اوس زه په دې پوهېږم چې څنګه کښت وکړم.»
نوموړې د خپل بد وضعیت څخه شکایت کوي او وايي، ګڼو اقتصادي ستونزو سره مخ ده او ډير کله له نورو ترلاسه شوې مرستې پلوري څو ژوند پرې مخ ته یوسي.
زرمینه زیاتوي: «زیاتره وخت سبزجات هغه شوي لګښتونه هم نه پوره کوي بیا راسره کلیوال خلک مرسته کوي او داسې وخت هم راغلی، په نهاره ویده شوي یو، ځکه مشر زوی نه لرم او ټولې مې لوڼې دي خاوند مې سپین ږیری او فلج وهلی دی د کار کولو نه دی زه مجبوره یم چې بزګري وکړم.»
دا په داسې مهال دی چې واک ته د طالبانو له رسېدو سره هممهاله هېواد کې د ښځو پر او زدهکړو محدودیتونه زیات شوي او ډېری ښځې په دې هڅه کې دي چې د ورته کوچنیو کارخونو په جوړولو سره پخپله ځان ته د کار زمینه برابره کړي.
په افغانستان کې د خراب اقتصادي وضعیت، د بهرنیو هیوادونو د مرستو د کمیدو او پر ښځو د وضع شویو محدودویتونو له کبله د هغو میرمنو ژوند لا پسې سخت شوي چې د خپلو کورنیو سرپرستي ور په غاړه ده.
دغه مېرمنې غوښتنه کوي چې نړیوال بنسټونه دې په هیواد کې د بې سرپرسته ښځو لپاره د کار کولو زمینه برابره او د کاروبار یو ځانګړی ځای مشخص کړي.