د بزګر ورځ

د پسرلي په رارسېدو به یو وار بیا وطن زرغون شي، ځمکې، دښتې او بیدیا به له ژمني خوبه را ویښې شي، ونې به نوې او زرغونی جامې واغوندي، په وچو سیندنو کې به یو ځل بیا د اوبو غړمبا واورېدل شي، چنجونړي او بلبلان به په چغار شي.
هو! نوی کال د طبعیت بیا راژوندی کېدل دي او د ژوند نوی پیل دی.
د نوي کال نمانځنه په افغانستان او د سیمې په هېوادونو کې اوږده مخینه لري او دا ورځ د افغانانو د کلتور او دود یوه مهمه برخه ګڼل کېږي.
د معالوماتو له مخې د بزګر مېله او چشن د اریانا د لرغونو دودونو له ډلې څخه دی، چې په بلخ کې د افغانستان د لومړني پاچا جمشید ( یما) له خوا یې بنسټ کېښودل شو.
دغه راز اریایان کرهنیز خلک وو او بلخ نه یوازې د اریایانو د سیاسي او کلتوري پلازمینې په توګه مهم و، بلکې د کرنې اهمیت یې آریایانو ته د تمدن انځور ورکړی دی.
له کلونو راهېسې لاهم په افغانستان کې دغه ورځ په بېلابېلو ډولونو نمانځل کېږي، افغانان پر دې ورځ زیارتونو، د غرونو لمنو او مېله ځایونو ته د مېلې او ساعت تېري لپاره ځي، بېلابېلی لوبې لکه وزلوبه، غېږ نیونه، نښه ویشتل، ګوډۍ الوځول، کرکټ او نورې بېلابېل ډوله دودېزې لوبې کوي.
د لمریز کال لومړۍ ورځ، د نوي کال جشن وي او د وري دویمه د «بزګر ورځې» په توګه نمانځل کیږي.
د بزګر جشن د افغانستان خلکو پخوانی دود دی، دا ورځ د بزګرانو د اهمیت او د هغوی د زراعتي خدماتو لپاره په ټولنه کې د پوهاوي لوړولو لپاره ځانګړې شوې ده. د بزګرانو ورځې نمانځل په افغانستان کې د هغو کسانو د کار او هڅو ستاینه کوي چې د هېواد د زراعت او خوړو تولید کې خپل مهم رول لري.
پر دې ورځ د افغانستان بېلابېل کرنیز توکي او د بزګرو د لاس او زحمت ثمرې هم په نندارتونونو کې د نندارې لپاره وړاندې کېږي، چې موخه یې ټولنه کې د بزګر اهمیت او د هغوی په هڅو، زحمتونو او د زراعت په برخه کې د پرمختګونو باندې د ټینګار کولو لپاره وي.
خو سږکال په افغانستان کې بزګران د بېلابېلو ستونزو لکه د اوبو کموالي، د ځمکې حاصل خیزۍ کمښت او د کرنې د وسایلو کمبود له امله زیانمن شوي دي.
د بزګرانو ورځې نمانځل د خلکو په منځ کې د زراعت د کار ارزښت لوړوي او د بزګرانو په ژوند او کار کې د ټولنې لپاره د ښه پوهې او درناوي هڅه کوي.